The news is by your side.

ګارډیڼ ورځپاڼه: طالبان له نجونو سره له سپکاوي ډک چلند کوي

ګارډین ورځپاڼې افغانستان کې له نجونو سره چلند ظالمانه او له سپکاوي ډک ګڼلی.

یادې ورځپاڼې “طالبان مه زړوروئ” تر سرلیک لاندې یوه مقاله کې لیکلي چې طالبان د ښځو او نجونو لپاره یو ګواښ دی.

مقاله کې له نړۍ غوښتل شوي چې افغان ښځې له پام ونه غورځوي.

دغه راز بیا په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ته په اشارې ویل شوي چې زیاتې مېرمنې د جنسیتي نا برابري له کبله له زده کړو بې برخې دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ له دویچه ویله سره مرکه کې د طالبانړ ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې نور د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ په راتګ یې بندیز لګولی.

نوموړي ویلي چې بنېټ د افغانستان په اړه پروپاګند کوي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance