The news is by your side.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو خبریالان له ګڼو محدودیتونو سره مخ کړی

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې چې نن یې خپور کړ، ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې د طا لبانو حکومت رسنۍ او خبریالان له محدودیتونو سره مخامخ کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۳م کال کې دوی د خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه یوسل او اته شپېته پېښې ثبت کړي چې په دې کې د یوه خبریال وژل کېدل او د نولسو نورو خبریالانو د ټپي کېدو او د اته اویا خبریالانو د بندي کېدو پېښې شاملې دي.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې د ۲۰۲۲م کال په پرتله د سرغړونو دا پېښې یو څه کمې دي، تېر کال د سرغړونو دوه سوه شپېته پېښې ثبت شوې وې.

په دې کلني راپور کې دا هم ویل شوي، چې د طالبانو د حکومت چارواکي له رسنیو سره ډېرې کمې مرکې کوي او رسمي ویندویان یې د جدي او ژورو پوښتنو له ځواب ورکولو ډډه کوي.

راپور: فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance