The news is by your side.

منظور پښتین: د پښتنو په خاور د چین او امریکا جنګ روان دی

درنو لوستونکو!
دا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین د هغې وینا بشپړ متن دی، چې د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۵ مه یې ولسي غونډې ته کړې وې.
تاسې یې دلته لوستی شئ.

یو تکړه قام، یو لوی تاریخ لرونکی ملت د دونیا له لویو لویو قدرتونو سره مقابله کوونکی پښتون قام نن په ګاونډ کې د یو کمزوري قام له لاسه د غلامۍ او جبر ژوند تېروي.
ترڅو به یې برداشت کوو، ترڅو به حوصله ورته کوو؟
نن به په دې غږېږو چې د دې حل څه دی؟
محترمو!
دلته یې یو ځای د پوځ په نوم نومولی، خو موږ به دا نوم بدلوو، دا نوم به دد ې وطن د غازیانو په نوم کوو.
داځمکه د پاکستان ریاست په زور نیولې او دلته د خپل ځان د جوړولو هڅې کوي.
کرنیل به زړه کې ویلي چې راځه پښتانه دي، چې څه پرې کوې، کوه یې.
پي ټي ایم به د دې ټولو پر وړاندې خپل احتجیاج پیلوي، هرڅه به کوي؛ خو خپله خاوره به ورته نه پریدي.
تاسې به د غازي له نوم نه خبر وئ، هغه د دغې خاروې یو اتل و، د پیرنګي خلاف به په یوازې ځان جنګېده، پیرنګیان به یې هره ورځ وژل، اخر هغه ونیول شو او پیرنګي په دار کړو، هغه د دغه خاورې د ازادۍ لپاره تر داره ورسېد، اوس دې اډې ته پوځي اډه نه؛ بلکې موږ به ورته د غازي فیض محمد اتل وایو.
زموږ خپل اتلان شته، هغه به تل یادوو.
زه به اوس د پښتون قام په تباهۍ خبره وکړم.
یوازې ستاسې دا حال نه دی؛ بلکې روان ظلم په ټول پښتون روان دی، تاسې که صوات ته لاړئ، وبه وینئ، چې د موټروې په نوم یې ان د کښت ځمکې نیولې.
د صوات په زمردو نن د پنجاب ټیکه داران خپلې عیاشۍ کوي.
د دېر خلک چې ووینئ، زړه به مو بد شي، هلته د مزاحمت یوه خبره هم څوک نه زغمي، ایلیم نن د پنجابي پوځ په ولکه کې دي.
د شانګلې ولسونه ټول په کویله کې مزدوري کوي، د خپل وطن ښائست او ښکلا نه هیڅ ګټه نه شي اخیستی.
د باجوړ ماربل لاهور چور کړ، کوهاټ ټول در به دره شو، د اورکزیو خلک اوس لاهم په کمپنو کې د غریبۍ ژوند تېروي.
د لکي مروت ګاز اوس هم د پنجاب بادرا وړي؛ خو د دو ځوانان په شل زره روپۍ نوکري کوي.
د هرنايي، د شهرک، د کوز او نورې جنوبي پښتونخوا په وسایلو پنجاب مېشت دی، د چمن ګېټ د پښتنو نه؛ بلکې د پنجاب دی.
دلته یې له عامو خلکو په زوره ځمکې نیولې.
عبدالله خان سیمه یې بدیو ته اچولې، بربادي د یو ځای نه دی، ټول وطن اور دی.
نه چمن، نه پېښور، نه باجوړ، نه کوېټه، هیڅ ځای خوندي نه دی.
د اوه خویندو ماشوم ورور هم معاف نه کړ، د خیبر جوماتونه یې ونړول، د ټول وطن وسائیل یې خوړلي.
دوی یو بل نه وژني، بلکې یوازې پښتانه وژني، تعلیم مو نه مني، ژبه مو نه مني، زموږ په وسایلو زموږ اختیار نه مني، یوازې د خپل ظلم نظام په زور په موږ مني، دا د دغه ریاست ډول دی.
ترڅو چې غلام وخت تېروئ، هیڅ ستونزه مو نه حلیږي.
په دې خاوره به خپلواکي راولو، راپورته کېږو، به په دې خاوره به د خپلو وسایلو د لوټ مخه نیسو.
موږ اختیار نه لرو، که مو اختیار لرلئ، نو د صوابۍ د ډیم برېښنا به یې موږ ته راکوله.
دا ډېرې مهمې خبرې دي، د خپلواکي او خپلو اختیار ګټلو لپاره موږ درې پړاونه ځانته وټاکل.
په لومړي پړاو کې مو ذهني کار وکړ او دوی یو انقلاب ته تیار کړو، د قام د تقسیم مخنیوی و، اتحاد و، یووالی او د قام فکر یو کول.
زموږ بل هدف په فکري لحاظ په دې خاوره کې له خپلو ارزښتونو د خلکو خبرول وو، چې موږ دا کار وکړ.
پېښور، کوېټه، وزیرستان او د لروبر افغان درد مو په یو بل وپېژنده.
د خپلو معدنیاتو قدر په خپل قام پېژندل، هغه کار وو چې پي ټي ایم وکړ.
که پښتون یو قومي وجود جوړ شي، د دوینا زر پارلمانیټونه یې هم نه شي نړولی،
پښتنو اتحاد به کوو، یووالی به راولو او قامي یووالی به کوو.
پښتنو!
ستاسې په خاوره د امریکا او چین رقابت روان دی، چین غواړي دلته سي پيک جوړ کړي، دا د امریکا نه ده خوښه، د دوی په منځ کې جنګ دی، زموږ خاوره خرڅه شوې.
دا یو حقیقت دی چې څوک د چین په طرف دي، څوک د امریکا په طرف دي.
خو پښتونه واوره، منظور به ستا په طرف وي.
زموږ قوت، وزارت نه دی، زموږ قوت څوکۍ نه ده، زموږ قوت تاسې یئ او تاسې قوت به پي ټي ایم وي.
موږ به د اګست په اتلسمه په اسلام اباد کې جرګه کوو، سپینې سپینې خبرې به وي، د ننګ او د غیرت کیسې به وي، تاسې به ټول راځئ.
مطیع الله ویسا په افغانستان کې د زده کړو لپآره کار کوو، موږ یې د خلاصون غوښتنه کوو، ځکه د هغه نیول ظلم او جبر دی او دا جبر باید ودرودل شي.
ډېره مننه.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance