The news is by your side.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا پر ښځو د بندېزونو لرې کولو غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکې ریچارډ بینېټ یوځل بیا پر افغان ښځو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

ریچارډ بینېټ پرون یکشنبه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د ښځو کار د ټولنې د اقتصاد لپاره مهم دی او د دوی ونډه د ټولنې هوساینې او پرمختګ لپاره اړینه ده.

بینېټ پر ښځو په نادولتي موسسو کې د طالبانو دا بندیز د ښځو له اساسي حقونو او بشري اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې چې کله واک ته رسېدلي په افغانستان کې د ښځو پر فعالیت او کار د محدودیت لپاره له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

د یادونې ده، چې یو کال وړاندې د طالبانو حکومت پر افغان ښځو او نجونو په نادولتي موسسو کې کار کولو بندیز ولګاوه.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance