The news is by your side.

يو شمېر مقامات ملي سرود ته د درېدو په طريقه نه پوهېږي

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ملي سرود د یوه هېواد د ولس د عزت، برم، سرلوړۍ او ملي یووالي د هویت ښکارندویي کوي، د ټولو هېوادونو ولسونه خپلو ملي سرودونو ته زیات درناوی کوي چې د ویلو پر مهال یې د خپلو  قوانینو، رواجونو او دودونو په پام کې نیولو سره ورته  په ډېر درنښت درېږي، خو دغه چاره په افغانستان کې لږه ټکنۍ ده.

پر عادي هېوادوالو مو سربېره یو شمېر دولتي لوړ پوړي چارواکي خپل ملي سرود ته د درېد په طریقه او چل نه پوهېږي. که څه هم چې زموږ د هېواد ځیني تندلارې او هغوی چې د پاکستان په مدرسو کې یې زده کړې کړي وي ملي سرود ته نه درېږي، ولې ځیني چې ملي سرود ته د درناوي په پار درېږي هم، خو د درېدو طریقه یې لکه څرنګه چې قوانینو په ډاګه کړې هغسې نه ده او هرڅوک د خپل زړه د منښتې مطابق درېږي.

د افغانستان د بیرغ، ملي نښان او ملي سرود داستـفادې د ډول قـانـون  د هېواد د ملي سرود د اهمیت، د خپرولو د مراسمو، د ملي سرود د خپرولو په وخت کې د درېدلو، د لاسونو د ازاد(ځوړند) پرېښودلو، د خبرو د نه کولو، په بین المللي مراسمو کې د ملي سرود د خپرولو او دغه راز ملي بیرغ، ملي نښان او ملي سرود ته د سپکاوي  ټولو مواردو ته پام کړی او دغه موارد یې په خپل وار سره په قانون کې تسجیل کړي دي.

د دې قانون ۳۵ ماده د ملي سرود د خپرولو پر مهال ملي سرود ته د درناوي په پار دا حکم کوي: د مراسمو ګډون کوونکي مکلف دي  د افغانستان د ملي سرود د خپرولو په وخت کې په وقار او درنښت سره په پښو ودرېږي او د هغه د په پای ته رسېدو سره یو ځای دوباره په خپلو ځایونو کې کښېني.

دغه راز  ۳۶ ماده یې بیا د مراسمو ګډون کوونکي مکلف ګڼي چې د افغانستان د ملي سردو د خپرولو پر مهال خپل لاسونه په عادي شکل ځوړند ونیسي او د افغانستان ملي سرود له خپل ځان سره په ورو ډول تکرار کړي. خو ۳۷ ماده بیا د مراسمو ګډون کوونکي مکلفوي چې د افغانستان د ملي سرود د خپرولو پرمهال له اطرافیانو سره د ټلیفون په واسطه له خبرو کولو، ځان ټیټولو، هرې خوا ته د کتلو او هغو ته له ورته نورو کارونو څخه ډډه وکړي.

دغه راز د هغو افرادو په اړه چې د هېواد ملي بیرغ، ملي نښان او ملي سرود ته سپکاوی کوي  د یاد قانون دوه څلوېښتمه ماده یې په اړه داسې حکم کوي: هغه شخص چې په علني توګه د افغانستان بیرغ، ملي نښان او ملي سرود ته سپکاوی وکړي د قانون د حکمونو مطابق تر عدلي تعقیب لاندې نېول کېږي چې د افغانستان د بیرغ، ملي نښان او ملي سرود داستـفادې د ډول قـانـون درې څلوېښتمې مادې لومړۍ فقره یې په اړه صراحت کوي او وايي: شخص په دې قانون کې له درج شویو حکمونو څخه د سرغړونې په صورت کې له لاندې احوالو سره سم تأدیبېږي:  توصیه، لیکلی اخطار او  له زرو څخه تر پنځه زره افغانیو پورې نغدي جریمه.

په افغانستان کې د ملي سرود مخینه (تاریخچه)

د افغانستان ملي سرود د لومړي ځل لپاره د غازي امیر امان الله د پادشاهۍ پر مهال د افغانستان له خپلواکۍ وروسته په ۱۹۱۹ میلادي کال کې د غربي موسیقۍ په سبک په پښتو ژبه وغږول شو، حبیب الله کلکاني په ۱۹۲۹ میلادي کال کې ملي سرود بند کړ ولې محمدنادر شاه په ۱۹۳۳ کال کې عسکري مارش چې ملي سرود ته ورته  وو جوړ کړ . دا سلسله د اعلیحضرت محمدظاهر شاه د پادشاهۍ تر ۱۹۳۳ کال پورې روانه وه، خو د ۱۹۳۳ نه تر ۱۹۷۳یمو کلونو ترمنځ د «شاهي سلام» په نامه یوه بې غږه نغمه جوړه شوه چې د ملي سرود په توګه ترې ګټه اخیستل کېده.

کله چې  سردار محمد داوود خان د قدرت واګې ترلاسه کړې، نو ملي سرود د کلماتو واقعي بڼه خپله کړه، شعر یې د استاد عبدالرؤف بېنوا او د موسیقۍ طرز  یې استاد عبدالغفور برشنا جوړ کړ.  د ۱۳۷۵ شمسي کال د کمونستانو د غوايي د اوومې نیټې له کودتا او په ۱۳۷۱ شمسي کال کې د مجاهدینو له بریا وروسته ملي سرودونه بدل شول خو  طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د ملي سرود په ګډون ساز او سرود په ټوله مانا بند کړ، دوی به د خپلې خوښې ترانې په خپلو محافلو کې  غږولې.

د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته د حامدکرزي د جمهوري ریاست په دوره کې اوسنی ملي سرود په ۲۰۰۴ میلادي کال کې جوړ او ترې مهاله د هېواد په ټولو دولتي او نادولتي اموراتو کې ورڅخه استفاده کېږي.

ليکوال : حميد الله حبیبي

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.