fbpx

مسلمیار: چارواکي ولسي جرګې ته د خپلې خوښې کسان بریالي کوي

د مشرانو جرګې رئيس وايي، حکومتي چاواکي هڅه کوي چې ولسي جرګې ته د خپلې خوښې کسانو بریالي کړي.

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار وایي د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو پر ځنډولو جدي ملاحظه لري او داسې اسناد یې ترلاسه کړي، چې حکومت، د کمېسیون دارالانشا او بهرنیان په ګډه د ولسي جرګې ټاکنو د واقعي نتایجو د اعلان پرځای د خپلې خوښې کسانو پر بریالي کولو کار کوي. خو د ټاکنو کمېسیون وایي، که څوک د ټاکنو پر بهیر ملاحظات لري د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره دې خپلې اندېښنې شریکې کړي.

نوموړی وايي، کره اسناد او شواهد په لاس کې لري، چې حکومت، د ټاکنو کمېسیون دارالانشا او خارجیانو د ولسي جرګې ټاکنو نتایج ځکه ځنډولي، څو د اصلي او واقعي نتایجو پرځای دد غو نتایجو پایلې پر خپله ګټه تغیر کړي.

ښاغلی مسلمیار له حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه غواړي، څو د ټاکنو په پایلو کې تغیر رامنځ ته نه کړي او خبر داری ورکوي، که د ټاکنو په پایلو کې لاسوهنه کیږي ناوړه پایلې به ولري.

پّ همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو د تفتیش پرمهال یوشمېر څارونکي وایي، چې د رایو تفتیش په سمه توګه نه ترسره کیږي او یوازې د خلکو په سترګو کې د خاورو شېندل دي.

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، که څوک د ولسي جرګې ټاکنو او په دې بهیر کې د لاسوهنې په تړاو ملاحظات لري د کمېسیون له رهبرۍ سره دې دا ستونزې شریکې کړي.