fbpx

کندوز کې ۵۴ وسله وال وژل شوي

د افغان پوځ کمانډو او ملي امنیت ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ کندوز ولایت کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ګډو افغان ځواکونو له تېرو څلورو ورځو راهیسې د قندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد پراخ چاڼیز عملیات تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په دې عملیاتو کې د ۱۳ سیمه یزه سرګروپانو په ګډون ۵۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ۱۵ موقتي پټنځایونه، ۶۰ ډېرې پټې او سرپوښلې خځې او د هغوی له خوا ۴۰۰ متره کښلی تونل هم له منځه وړل شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، په عملیاتو کې د دشت ارچي ولسوالۍ، قرلق، تاجیک قشلاق، دادی سي، ترکمن ها، خلیلي ها، تپه حاجي محمد علم او ځینې نور کلي په بشپړه توګه د دښمن څخه پاک شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.