fbpx

په دوو ولایتونو کې ۱۶۱ ماشومان پلورل شوي

یونسف د یو راپور په خپرواو سره ویلي چې  یوازې په دوو ولایتونو کې په څلورو میاشتو کې ۱۶۱ ماشومان پلورل شوي دي.

یاد راپو وايي، په تېرو څلور میاشتو کې یوازې د افغانستان په دوو وچکالي ځپلو ولایتونو هرات او بادغیس کې ۱۶۱ ماشومان چې له یوې میاشتې تر ۱۶ کلنۍ پورې عمرونه لري پلورل شوي دي.

سرچینه لیکي د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا یونسف ویاندې الیسن پارکر په جنیوا کې خبریالانو ته ویلي، په افغانستان کې ماشومان له خطرناک وضعیت سره مخ دي.

 مېرمن پارکر وايي، له جولای تر اکټوبر پورې په یوه سروې کې ښکاري چې کورنیو دا ماشومانو د خپلو پورونو د خلاصولو یا اقتصادي کمزورۍ له کبله پلورلي یا یې په ماشومتوب کې د بل په نامه کړي دي.

راپور زیاتوي چې تر یوه میاشتنۍ لویې نجونې د بل په نامه شوې دي یا پلورل شوې، تر یولس کلنۍ لوړې نجونې واده شوې دي او ورته موارد د هلکانو په برخه کې هم ثبت شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې له جګړې سره هممهاله وچکالۍ او ناوړه اقتصادی وضعیت هم ګڼ افغانان له ستونزو سره مخ کړي دي.