fbpx

د حمید خراساني پر ضد د پولیسو نوی اقدام

د افغانستان استخباراتو د یاغي وسله وال حمید خراساني د نیولو او  د مقاومت پر وخت د له مینځه وړلو دستور صادر کړی.

حمید خراسانی  د جمیعت ګوند غړی دی او په کابل کې په باج ګیری، اختطاف، وژنو او شوکماریو تورن دی.

د کورنیو چارو وزارت تیره اونۍ هڅه وکړه نوموړی ونیسي خو د ملکي تلفاتو د مخ نیوي په موخه پولیسو د هغه کلابندي ماته کړه او بیرته ستانه شول.

اوس د افغانستان د کورنیو چارو استخباراتو څانګي د نوموړي د نیونی، د بانکي حسابونو د کنګل کولو او همدا راز له ملک څخه د هغه پر وتلو بندیز لګولی.

خراسانی وایي امراالله صالح ورسره شخصي دښمني لري نو ځکه د ده پر ضد اقدام کوي خو صالح وايي چې هر هغه کس به وځپي چې ملي نظم ګډوډوي.

خراسانی د افغانستان د ویاړلي بیرغ په سوځولو او د نورو قومونو په سپکولو هم تورن دی.

که چیرته په نوموړي تورونه ثابت شي له عمر بند سزا سره مخامخ کیدای شي.

م. جلالزی

Loading...