fbpx

په لندن کې د پي ټي اېم په اړه نړيوال اکاډميک سيمينار کېږي

په لندن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه يو نړيوال اکاډميک سيمينار ترسره کېږي، تر څو په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو پښتنو او د نورو ژبو مېشتو خلکو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ په هدفونو، جوړښت او د دغه غورځنګ په پرمختګونو باندې معلومات ورکړل شي.

په دغه سيمينار کې چې له پاکستانه ورته د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړى محسن داوړ هم ورغلى دى، هغه به د سيمينار ګډون کوونکو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه معلومات ورکړي، چې پښتون ژغورنې غورځنګ څه دى؟ دا غورځنګ ولې جوړ شو؟ د پښتون ژغورنې غورځنګ موخې څه دي؟ اوس پښتون ژغورنې غورځنګ پر کوم ځاى ولاړ دى او کوم ځاى ته رسېدلى دى.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ له خبريال ډاټ کام سره په خبرو کې وويل، چې د دې اکاډميک سيمينار د جوړولو موخه دا ده، چې نړۍ په سمه توګه دوى په خپله د پښتون ژغورنې غورځنګ په هدف، جوړښت او د دې غورځنګ په پرمختګونو پوه کړي.

دا اکاډميک سيمينار د مارچ په ١٥مه نېټه، د ځايي وخت په شپږ نيمې بجې په ويسټمنسټر پوهنتون کې ترسره کېږي، چې محسن داوړ به ورته وينا کوي.

ياده دې وي چې نن په لر و بر او د نړۍ په هر هغه ښار کې، چېرته چې پښتانه او افغانان مېشت دي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مخکښ غړي شهيد ارمان لوڼي څلوېښتي هم لمانځل کېږي. شهيد ارمان لوڼى له نن څخه څلوېښت ورځې مخکې د پاکستان په لورالايي کې د پوليسو له خوا په شهادت رسول شوى، چې تراوسه پورې يې پاکستاني حکومت د FIR درج کولو څخه هم انکار کړى دى.

د نوموړي له شهادت وروسته د پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د پاکستان حکومت د دغه کار پر ضد سخت لاريونونه هم ترسره شول، خو لا هم د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنو ته غاړه نه ده ايښې او د دغه غورځنګ د ختمولو يا له منځه وړلو هڅې کوي.