کور پاڼه / فلم او هنر / مشهوره هنرمنده ګلپاڼه عمرې ته تللې ده
ګل پاڼه ١

مشهوره هنرمنده ګلپاڼه عمرې ته تللې ده

د پښتو ژبې مشهوره هنرمنده اوس مهال د عمرې د ترسره کولو لپاره سعودي عرب ته تللې او د مکې په ښار کې مېشته ده. نوموړې له يوې رسنۍ سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې په خپلو عبادتونو کې د ټولو انسانانو او په خاصه توګه د پښتنو لپاره دعاګانې غواړي او له خداى پاک څخه يې تل دا دعا کړې، چې د پښتنو په سيمه کې امن راولي.

نوموړې همدا راز ويلي دي، چې سندرې ويل يې هنر دى، خو د يوې مسلمانې پښتنې په حېث د خپل رب د راضي کولو څخه هم غافله نه ده او کله چې هم ستړې شي، نو د خداى پاک په عبادت کې څو لحظې په سکون کې تېروي.

ګلپاڼه يوه وتلې سندرغاړې ده، چې د نړۍ په هر ګوټ کې يې پښتانه مينه وال شته. نوموړې يوه تعليميافته سندرغاړې هم ده او په راتلونکې کې دا پلان هم لري، چې د خېر ښېګړې يوه اداره فعاله کړي، تر څو د بې وزله پښتنو خدمت وکړي.ګل پاڼه

نوموړې په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د عمرې کولو لپاره يې خپل ټول کارونه ځنډولي دي او د الله پاک در ته راغلې، تر څو د خپلو ګناهونو بخښنه ترې وغواړي او د پښتون وطن د سولې لپاره هم دعاګانې غواړي.

Loading...

بیا وګوره

پريانکا چوپړا د روهينګيايي کډوالو سره ليدلي

د هندي سينما نوموتې ستورې تېره ورځ په بنګله دېش هېواد کې د روهينګيايي کډوالو …

شاه رخ خان او کرينه کپور

کرينې له شاه رخ خان سره له کاره انکار وکړ

د هندي فلمونو نوموتې ستورې کرينه کپور د هندي سينما له کنګ خان شاه رخ …