fbpx

مبارزه خو اخير تر کله؟؟؟

خبریال وېب پاڼه کندهار – ۱۰ مۍ ۲۰۱۹  له يوى خوا  د ښځينه خبريالانو دنشتون تشه احساسيږي دبلى خوا څخه دوى ته پاملرنه نه کيږي اخر ولى؟

آيا ددوى شتون په رسنيو کى مثبت تاثير نه دى درلودلى و که نه اړوند چارواکو ته د ښځينه خبريالانو ستونزې لومړيتوب نه لري او جدي کار نکوى

دتېرو څو کلنو راهيسې درسنيو ښځينه کارکونکې په هره غونډه کى خپلې ستونزې يادې کړې، خو د تل په څير ژمنې يې د کاغذ پر مخ پاتې سوې او عملي شوې نه دي ،  د يو لړ ستونزو له کبله په رسنيو کى دښځينه خبريالانو شمېر کم سوى چى خورا د انديښنى وړ خبره ده که چېرى ورته جدي پاملرنه ونسي کيداى سى چى په نشت حساب سى .

لومړى ستونزه د ښځينه خبريالانو د همغږۍ دفتر نه شتون

په رسنيوکې د ښو امکاناتو او امتیازاتو نه شتون

دتشويقى پروګرامونو نشتوالی

دښځينه خبريالانو د کاري ارزښت په اړه خلکو ته عامه پوهاوى نه ورکول

د ښځینه خبریالانو په اړه د پروژو نه شتون ،  ترڅو په معاشونو او امتيازاتو کى زیاتوالى راشي

دامنيتى ستونزو پروخت نه رسيده ګي

او ديته ورته نورې  ستونزې ته نه حل لارې او بې پامي  هغه ستونزې دي چې کندهار ولايت کى يي دښځينه خبريالانو په شمېر کې کموالى راوستلى او منفى تاثيرات يي درلودلي.

مدنى ټولنى رسنى او خبريالانو د حقوقو څخه دفاع کوونکى ادارې هم د رسنۍ ښځينه کارکونکو کاري ارزښت اړوند معلومات او عامه پوهاوی نه ورکول هم لويه ستونزه ده،  نړيوالى ادارې هم په کندهار کى ښځينه خبريالانو ته توجه نه کوي او د مبارزه کولو په ويلو سره ډاډ ورکوى خو آخير تر څه وخت مبارزه؟؟ ؟؟؟

لیکواله : رنګینه انوري

Loading...