The news is by your side.

په ارزګان کې دشهید حشمت خلیل کرزي څلورم تلین ولمانځل شو

ارزګان کې دپنج شنبه په ورځ دشهيد د څلورم تلين غونډه د ولايت مقام په احمدشاه ابدالي تالار کې د قومي مشرانو ،ديني عالمانو او دولتي کارکونکو له لوري  ترسره شوه.

په غونډه کې لومړی د شهید حشمت خلیل کرزي د اروا لپاره د قران کریم ختم وشو .

قومي مشرانو او ديني عالمانو د هيواد پر روان وضعیت هم خبرې وکړې او پر خلکو یې غږ وکړ، چې د هيواد حساسو شرایطو ته په کتوسره دې په خپل منځ کې یووالي او وحدت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د غونډي برخوالو د قومونو په منځ کې پر يووالي هم ټينګار وکړ او له وسله‌والو طالبانو څخه يې وغوښتنل چې جګړه بس کړي او د افغان حکومت سره روغه جوړه وکړي.

دارزګان مرستيال والي عطاوالله فضلي  وویل، افغانانو د ازادۍ، پرمختګ، ټولنیزې هوساینې او هيواد ته د خدمت په لار کې ډېرې قربانۍ ورکړي او ځوانانو ته په کار ده د هغوی لاره تعقیب کړي.

هغه پر هيواد شهيدان د هيواد د ازادۍ او ارامۍ شهيدان وبلل او او د ټولو لوریو څخه یې د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه .

هغه زیاته کړه، حشمت خلیل کرزی د همدې لارې له قربانيانو څخه یو دی چې یواځې د کندهار په کچه نه، بلکې د ټول هيواد په کچه یې کمی محسوسيږي.

شا و خوا پنځوس کلن حشمت خلیل کرزی د پخوانې ولسمشر حامد کرزي د تره مشر زوی و، چې (سه شنبه، زمري۷مه،۱۳۹۳ل) د کوچني اختر په دوهمه ورځ ، په خپل کور کې ،چې د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په کرز کلي کې ووژل شو.

راپور ولس یار