fbpx

د خپلواکۍ په مناسبت ٥٠ بېوزله مېرمنو ته د شاتو مچۍ ورکړل شوې

په ننګرهار ولايت کې د خپلواکۍ د ٩٩يمې کاليزې په مناسبت پنځوس بېوزله مېرمنو ته د شاتو مچۍ ورکړل شوې، تر څو د خپل ژوند نفقه پرې ترلاسه کړي.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لورې د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کالیزې په مناسبت د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې پر پنځوسو بېوزلو مېرمنو د دوې د کورنیو د خوړو خوندیتوب، د کورنیو د اقتصادي ودې او د شاتو مچیو د صنعت د پراختیا په موخه د شاتو مچۍ او د شاتو مچیو د روزنې توکې ووېشل شوې.

د ننګرهار والي وياند عطا الله خوګياڼي خبريال ته وويل: پر د غو برخمن شوي مېرمنو پر هر یوه یې د شاتو مچیو دوه صندوقونه، د شاتو مچیو د تکثیر په موخه دوه تش صندوقونه، یوه پایه د شاتو ویستلو ماشین، د لوګیو یوه پمپ، یوه دانه برس، یو موم تراش، یو دانه پلاس، څلور متره ټوکر، پنځه کیلو ګــرامه بوره او موم وېشل شوي.

له ننګرهار ولايت څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ننګرهار ولایت د شاتو مچیو د روزنې صنعت لپاره ښه او مساعده آب و هوا لري، او هر کال په ټنونو شات د تولید سربیره ډیرو خلکو ته د ښه کاروبار زمینه برابره کړې.

نن د زمري ٢٩مه، د اګست ١٩مه، د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ٩٩يمه کاليزه په کابل سربېره د هېواد په ټولو ولايتونو کې په شاندارو مراسمو کې ولمانځل شوه. ولسمشر غني په ملي دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده او ننګرهار والي په جلال اباد کې د غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

د نورو کلونو په پرتله، سږ کال هېوادوالو د خپلواکۍ ورځ په ډېره لويه کچه ولمانځله او په دې ورځ يې يو بل ته د خپلواکۍ مبارکي وويله.