The news is by your side.

د ځوان جنرال فرید مشعل روغتیا يي‌حالت ښه دی

خبریال وېبپاڼهد کاپیسا امنیه قوماندان فرید مشعل په کابل کې تر درملنې لاندې دی. د هغه روغتیا يي حالت اوس د ډاډ وړ بلل شوی دی.

د کاپیسا امنیه قومانان فرید مشعل د پانجشنبې په ورځ د طالبانو په کمین کې ټپي شو. طالبانو پر فرید مشعل درې ځایه یوازي د دوولس کیلومترو واټن په اوږدو کې بریدونه وکړل.‌

جنرال برید د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالي ته د تازه دمه سرتېرو سره پخپله تللی وو؛ له تګاب نه بېرته پرلاري د وسله والو طالبانو له مړني‌کمین سره مخامخ شو چې جګړې شاوخوا نیم ساعت دوام وکړ خو امنیتي ځواکونه له کمین نه له کوم زیان پرته ووتل.‌ د دریو کیلومترو په واټن د طالبانو په بل کمین کې د فرید مشعل د سورلی ګاډی په راکټ ولګېدو ې موټر چلونکی یې شهید او دوه نور امنیتي‌سرتېري د فرید مشعل په ګډون ټپیان شول .‌

تر ټپی کېدو وروسته افغان امنیتي‌ساتونکي‌ د طالبانو سره جګړه کې ونښتل چې دواړو لورو ته تلفات واوښتل.

که څه هم تر دم ګړیه وسله والو طالبانو په دې تړاو څه نه دي‌ویلي؛ خو فرید مشعل په ټپی حالت کې لمړی کاپیسا او وروسته کابل ته انتقال شو.

افغان امنیتي چارواکي وايي چې په دغه نښته کې طالبانو ته هم درانده تلفات اوښتي، خو بشپړ جزیات یې نه دي ورکړي.

طالبانو د خپلو تلفاتو په اړه څه نه ديویل.‌

دا لمړی ځل نه دی چې پر ځوان جنرال فرید مشعل ورته برید کېږي،بلکه تر دې وړاندي درې میاشتې وړاندي په کاپیسا کې فرید مشعل د طالبانو په یوه برید کې ټپي شوی وو، او تر هغه برید سمدستي وروسته وسله والو طالبانو په کندهار کې د فرید مشعل ورور نسیم مشعل هم په شهادت ورساوه.

فرید مشعل تېر کال هغه مهال د غزني‌امنیه قوماندان وو چې طالبانو پر غزنيډله ایز برید وکړ او ښار ته ننوتل.

د غزني په برید کې طالبانو ته زیات تلفات واوښتل چې طالبانو یې عامل فرید مشعل باله.

که څه هم تر دم ګړیه لا افغان حکومت او طالبانو رسمآ د فرید مشعل د ټپي کېدو په تړاو جزیات نه دي خپاره کړي، خو د فرید مشعل د کورنۍ غړي وايي چې نومړی اوس په کابل کې تر درملنې لاندي دی او روغتیا يي حالت یې د ډاډ وړدی .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.