افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې ستونزې
خبریال ویبپاڼه/ له تیرو څو کلونو را په دې خوا خبریالان د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې په ډیرو سختو حالاتو کې دندې ترسره کوي چې ډېر ځله له ستونزو سره مخ سوي چې ډیرځله يې ژوند هم له لاسه ورکړی
اوس تازه د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې افغانستان د هغه هېوادنو په سرکې راوستلی چیري چې د خبریالانو جنایاتو په څېړنه کې ناغیړي ترسره سوې
په دې لیست کې لومړی افغانستان وروسته پاکستان، روسیه او لاندې نور هېوادونه ځای لري په دې هېوادونوکې د خبریالانو په وړاندې قضیې نه دي څېړل سوې
په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د دې راپور د خپرېدو سره هم مهاله یو ځل بیا ویلي چې خبریالان په دې هېواد کې له زیاتېدونکي تاوتریخوالي سره مخ دي.
د خبریالانود خوندیتوب کمېټې مشر صدیق الله توحیدي ویلي په افغانستان کې خبریالان لپاره ښه قوانین سته خو له بده مرغه پلې سوي نه دي او نه هم د خبریالانو قضیو ته رسیدګي سوې
افغانستان کې تر دې مهاله سلګونه خبریالانو ژوند له لاسه ورکړی ځینې يې زنداني سوي او له ډیرو سره غیري قانوني کړنې ترسره سوې خو تراوسه د هیڅ یوه خبریال قضیې ته رسیدنه نه ده سوې او نه هم څېړل سوې تر دې وړاندې چې کله د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښي رامنځ ته کیدلې هم کورنیو او نورو خبریالانو له دولته غوښتنه کړې وه چې باید د خبریالانو قضیې وڅېړل سي
په افغانستان کې اطلاعاتو ته نه لاس رسی، د مسؤلینو له خبریالانو څخه تېښته او له خبریالانوسره غیري قانوني چلند هغه څه دي چې په افغانستان کې د دې کورنۍ کارونه او هر څه ګواښي
په ولایتونو کې خبریالان وايي وخت پر وخت له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي او تل ورسره د قانون خلاف کړنې ترسره کیږي چې دوی يې ډیر اندېښمن کړي دي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.