The news is by your side.

ایران اټومي بټۍ او نوي تاسیسات جوړوي

خبریال ویبپاڼه/ ایران له ډیره وخته په دې تورن دی چې د یورانیمو د غني کولو له لارې غواړي اټومي وسلې جوړي کړي خو ایران څو ځله دا خبره رد کړې او ویلي يې دي چې وسلې نه جوړوي

اوس تازه له هوا څخه یوې سپوږمکۍ د ایران خاوره کې داسې انځورونه خپاره کړي چې دا هېواد په یوه اټومي بټۍ کې نوي تاسیسات او ودانۍ جوړوي

تراوسه د ایران هېواد په دې هکله څه نه دي ویلي، په دې انځورونو کې داسې یوه ودانۍ ښيې چې سړک ورته راغلی او ممکن نوې ودانۍ ورته جوړیږي پر همدې مهال د اټومي انرژي نړیوال اژانس هم  خبر ورکړی چې ایران په نطنز ښار کې تر ځمکې لاندې اټومي بټۍ جوړوي او دوی پرې خبر دي تیره میاشت د ایران په یوه اټومي بټي کې اورلګیدنه هم رامنځ ته سوې وه، ایراني چارواکو یوازي د دې  اورلګیدنې پخلی وکړ، او نور مالومات يې وړاندي نه کړل خو د بټۍ له وړاندې سویو انځورو داسې مالومه سوه چې بټۍ سخته زیانمه سوې وه.

تراوسه پوري نورو نړیوالو د ایران د دې نوي اقدام په اړه څه نه دي ویلي خو داسې ګمان کیږي چې ۶+۱ هېوادونه به د ایران د دې اقدام په هکله هرومرو یو غبرګون وښيي ځکه دا هېوادونه ډیری یې نه غواړي چې ایران اټومي وسلې جوړي کړي

د ایران اوامریکا ترمنځ اړیکي څو میاشتي وړاندي تر دې حده خرابې سوې چې ان امریکا پر دې هېواد د پوځي برید کولو پلان ونیوه او ګواښ يې وکړ چې ایران ته به خپل پوځیان ولیږي

د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو خراب پړاو لاهم همداسې پروت دی په دې وروستیو کې د ایران د اټومي  پروګرام او نورو چارو په هکله څه نه دي ویلي امریکا د دې ترڅنګ چې ایران يې د اټومي  وسلو جوړولو په هکله تورن کړی بلکي په سیمه کې يې د ترهګري په ملاتړ هم تورن کړ

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.