The news is by your side.

د مهاتیر محمد ټویټ او د فرانسې غبرګون

خبریال ویبپاڼه/ د مالیزیا لومړي وزیر مهاتیر محمد په تیره ورځ په یوه ټویټ کې ویلي مسلمانان حق لري چې فرانسې ته په غوسي او په دغه هېواد کې د تیرو ډلوژونو له امله میلیونونه فرانسویان ووژني

د مالیزیا د لومړي وزیر په دې ټویټ د فرانسې سره تر خوا د ټویټر ادارې هم نوموړي ته خبرداری ورکړی چې د خواله رسنیو پر خلاف دي ګام نه اخلي او د هغه ټویټ یې خطرناکه بللی

په ورته وخت کې د فرانسې هېواد له ټویټر ادارې غوښتي چې له دې څرګندونو وروسته دي د مالیزیا د لومړي وزیر ټویټر حساب بند سي

ټویټر ښاغلي محمد ته لیکلي ستاسو لیکنه د تاوتریخوالي دودولو د مخنیوي لپاره د ټویټر د اصولو خلاف دی فرانسې بیا ویلي چې باید د نوموړي اکونټ وتړل سي

فرانسه کې وروسته له هغه حالات کړکیچن سول چې یو ښوونکی د اسلام پیغمبر حضرت محمد ص ته د سپکاوی یو کاریکاتور ټولګي  ته وړی وو، چې وروسته له یوه مسلمان زده کوونکي ترې سر پرېکړ او بریدګر هم د پولیسو سره نښته کې له منځه ولاړی

فرانسې خبر ورکړی چې د ښوونکي سیمویل پټي قاتل وژل سوی او په دې تړاو يې اوه کسه نیولي چې دوی به ترې پوښتنې وکړي

د دې قضيې وروسته د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون جنجالي خبرې هم راپورته سوې چې له امله يې اوس هم دې هېواد کې مسلمانان په قهر دی او تیره ورځ د یوې  کلیسا مخ کې د کلیسا یو خدمتګار او دوه ښځې ووژل سوې او داسې فکرکیږي چې ښايي دې هېواد کې داسې ورته پیښي نوري هم رامنځ ته سي

د ولسمشر مکرون د خبرو په غبرګون کې په یو شمېر اسلامي هېوادنو د فرانسې پر ضد لاریونونه هم  وسول

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.