امریکا پر ایراني چارواکو د بندیزونو نوی لېست خپور کړی
خبریال وېب پاڼه/ د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت د ایران پر وړاندې د بندیزونو نوی لیست خپور کړی، چې په کې د یاد هېواد ډیری چارواکي د نویو دلایلو له کبله د بندیزونو لېست کې راغلي، په لېست شویو کسانو کې په هانګ کانګ کې څو میشته چینايي سوداګر هم دي چې د اسعارو د تبادلې یا د ایران بندیزونو سرغړونو له امله د امریکا د خزانې وزارت په نوي لیست کې اچولي.
دوه ورځې وړاندې هم د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت د ایران د نفتو وزیر بېژت زنګنه او د نفتو پر څو لوړ پوړي چارواکي بندیزونه ولګول.
د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ او برائن تیره یکشنبه وویل چې متحده ایالات نور په ایران پر نویو بندیزونو لګولو پرته بله لاره نه لري.
تهران بیا د امریکا سره د هر ډول مذاکراتو د رد تر څنګ وايي د ډونالډ ټرمپ اداره او د دې کارمندانو مشر مایک پومپیو د تهران پر وړاندې د اقتصادي جګړې په پیلولو سره د حکومت د نسکورولو او ناکرارۍ په لټه کې دی.
ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه د پاتې کېدلو لپاره د دیموکرات نوماندان جو بایډن سره سیالۍ کولو لپاره یوازې پنځه ورځې وخت لري، ټرمپ وایي، که ټاکنې وګټي نو د یوې میاشتې په موده کې به له ایران سره خبرې پیل کړي.
هغه څو ورځې وړاندې وړاندې د سوډان او اسراییلو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د رامینځته کېدو په مناسبت په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې هیله لري تهران به د سیمې د هغو هیوادونو په ډله کې شامل شي چې له اسرایل سره پخلا شوي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.