The news is by your side.

د روزګان دهراود ولسوالۍ طالبانو ونیوله

خبریال وېب پاڼه/ د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د شدیدې جګړې په ترڅ کې له امنیتي ځواکونو طالبانو ونیوله.

داسې معلومات هم شته چې د دهراود ولسوالۍ امنیۍ طاابانو ونیوله، د پولیسو مرستیال او ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د روزګان خلک حکومت تورنوي چې د دهراود ولسوالۍ د سقوط مخنیوي لپاره یې عېڅ اقدامات ونه کړل او دا دی نن سقوط شوه.

د روزګان دهراود ولسوالۍ کې هم نږدې له یوې میاشت را هیسې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منّ سخته جګړه روانه ده، چې نن یې د شدیدې جګړې په ترڅ کې سقوط وکړ او داسې اوازې دي چې ان امنیه قومندانۍ ته یې هم طالبان دننه شوي.

د دهرواد ولسوالۍ امنیتي چارواکو تر اوسه د ولسوالۍ د سقوط او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

په ورته مهال له نیمې میاشتې را هیسې هلمند ولایت د جګړې په لمبو کې سوځي او ګڼې سیمې یې طالبانو نیولي.

خو د هلمند امنیتي چارواکي وایي، چې ځینې سیمې یې د عملیاتو په ترڅ کې بېرته نیولي او د ولسوالیو او مرکز لښکرګاه ښار تر منځ یې وصل شوې لارې خلاصې کړي دي.

هلمند ته دوه ورځې وړاندې ځانګړي ځواکونه ورسېدل او پر عملیاتو یې پیل وکړ چې تر ننه یې یو شمېر سیمې له طالبانو نیولي او پاکې کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance