fbpx

پړ څوک دى؛ جنرال که وزير؟

ليکوال : بريالى زمرى

نن په امنيتي غونډه کې، کله چې يوه جنرال په دريځ خبرې کولې او له وزارت څخه يې سر ټکاوه، نو د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک په زوره له دريځ څخه راکوز کړ او لاندې يې کېناوه، چې د دواړو ترمنځ لفظي شخړه هم ترسره شوه.

ياده امنيتي غونډه په ژوندۍ بڼه له ټلويزيونو هم خپرېده، چې له پېښې وروسته يې ويډيو په ټولنيزو رسنيو لاس په لاس شوه او د ټولنيزو رسنيو کاروونکو په دې اړه ليکنې پيل کړې.

په ټولنيزو رسنيو کې ډېرى افغانان په دې فکر دي، چې د اسمايي زون مرستيال جنرال مرادي يو مسلکي کس دى، مشر دى او د کورنيو چارو وزير بيا مسلکي کس نه دى، نو ځکه د وزير ياد عمل غندي او له جنرال سره خواخوږي څرګندوي.

دوى وايي، چې همدغه جنرالان يا عسکر دي، چې د دې وطن ساتنه کوي، د همدغه چارواکو ساتنه کوي او يو غېر مسلکي وزير بيا راپاڅېږي او يو جنرال بې آبه کوي، په داسې حال کې چې ټول ولس يې ويني، دا هېڅ د بښلو وړ نه دى.

ډېرى شمېر خلک د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک ته غوسه دي او له ولسمشر غوښتنه کوي، چې ياد وزير دې له دندې ليرې او څارنوالۍ ته معرفي کړي، خو بلخوا ځينې خلک بيا د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک په حق کې هم ليکنې کوي او د اسمايي زون مرستيال جنرال مرادي پړ بولي.

دوى وايي، چې ياد جنرال يو ناکامه کس دى او د اختر په شپه ويس برمک لاس په لاس په بې کفايتۍ هم نيولى و، چې وظيفوي غفلت يې کاوه، نو په همدې خاطر، چې وزير ته د جنرال اصل معلوم و، له دريځ يې ښکته کړ، چې بې ځايه خبرې دې نه کوي.

ډېرى شمېر خلک بيا دا وايي، چې په يوه مهمه امنيتي غونډه کې رسنۍ څه کوي؟ ځکه چې امنيتي غونډه وي نو بيا خو به په هغې کې په ډېرو مهمو شيانو خبرې کېږي، چې هغه به هېڅ د بهر راويستلو نه وي، خو په دغسې ځاى کې بيا د رسنيو موجوديت، مانا دا د وطن امنيت مهم نه دى، ځکه په امنيتي غونډو کې په هېڅ صورت رسنۍ ناسته نه شي کولاى.

بلخوا ځينې خلک په دې باور هم دي، چې د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک د شمالي ټلوالې پر ضد دى، همدا لامل دى چې د شمالي ټلوالې بد ايسي او هغوى هېڅ داسې موقع له لاسه نه ورکوي، چې ويس برمک پرې بدنام کړي.

دوى وايي چې ويس برمک ولسمشر غني ته ډېر نږدې کس دى او تل يې د شمالي ټلوالې پر ضد کارونه ترسره کړي دي، نو په کورنيو چارو وزارت کې بيا د شمالي ټلوالې کسان ټول د وزير پر ضد دي او هره هڅه ترسره کوي، تر څو وزير ته تاوان ورسوي.

دوى وايي چې ياد جنرال هم د شمالي ټلوالې کس دى او کله چې د اختر په شپه لاس په لاس ونيول شو، نو له هغه وروسته يې دا پلان جوړ کړ، چې د رسنيو پر مخ داسې څرګندونې وکړي، چې وزير پړ کړي، که له هغه وروسته بيا د جنرال په اړه کوم ګام پورته شي، نو ولس ته به وايي چې ما خو رښتيا ويلي و او د رښتيا ويلو سزا راکړل شوه.

ډېرى خلک په دې فکر دي چې ويس احمد برمک پوه او ښه مدير دى او په کورنيو چارو وزارت کې يې يو لړ اصلاحات هم راوستي دي، خو د دې کيسې تر شا يواځينى هدف او لامل همدا دى، چې د شمالي ټلوالې ياد وزير بد اېسي.

خو بيا هم ډېرى خلک په دې فکر دي، چې که چېرته جنرال پړ هم وي، نو وزير ته نه وه پکار چې د رسنيو پر مخکې يې داسې بې آبه کړاى واى، ځکه چې دا هر څه ټول ولس وليدل او دا هر څه به ټول پوليس ويني، نو د پوليسو روحيې ته به تاوان ورسوي.