فاطمه ثنا شیخ : واده ته مې اراده نشته، د ملګرو ودونو کې ګډون کوم، دا ډېره ده
د باليووډ فلمونو مشهورې اداکارې فاطمه ثنا شېخ په روانه مياشت کې دوه فلمونه پرلپسې خپرېږي، نوموړې په يوه مرکه کې وايي، چې اوس ورته کار له هر څه مهم دى او د واده لپاره اوس هېڅ پلان نه لري، بلکې د ملګرو په ودونو کې چې ګډون کوي، دا ډېره ده.
روانه مياشت د فاطمه ثنا شېخ لپاره ډېره مصروفه ده، ځکه لومړى يې د (لوډو) فلم د نومبر په ١٢مه په نېټ فليکس خپرېږي او له هغه وروسته يې د نومبر په ١٣مه نېټه د (سورج پى منګل بهاري) فلم په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې کېږي.
له ټايمز اف انډيا سره په مرکه کې نوموړي د خپل واده په اړه وويل، په نږدې راتلونکې کې مې د واده په اړه هېڅ پلان نشته، د اوس لپاره دا ډېره ده چې د خپلو نږدې ملګرو په ودونو کې ګډون کوي، تر اوسه پورې زما په نظر کې هېڅ داسې څوک نشته چې په راتلونکې کې دې ورسره واده وکړم.
فاطمه ثنا شېخ چې په کوچنيوالي کې يې په (چاچي ٤٢٠) او (ون ٢ کا ٤) فلمونو کې کار کړى و، د عامر خان سره يې په ٢٠١٦ کال کې په (دنګل) فلم کې د مرکزي اداکارې کردار ولوباوه او ډېر نوم يې پېدا کړ. له هغه وروسته يې د عامر خان سره په يو بل فلم (ټهګز اف هندوستان) کې کار وکړ، خو دا فلم ناکامه شو.
له دوه کلونو انتظار وروسته اوس د فاطمه ثنا شېخ دوه نور فلمونه (لوډو) او (سورج پى منګل بهاري) په روانه مياشت کې خپرېږي. نوموړې په مرکه کې وويل، دا زما لپاره ډېره ښه خبره ده چې په بېلا بېلو ژانرونو فلمونو کې کار کوم، زه غواړم په فلمي برخه کې تجربې وکړم.
نوموړې د (سورج پى منګل بهاري) فلم په اړه وويل، چې په دې فلم کې ډېر تجربه کاره او تکړه هنرمندان دي او د فلم کيسه هم ډېره په زړه پورې ده، هغې له همدې امله په دې فلم کې کار کولو ته زړه ښه کړ، چې له دې تجربه کاره هنرمندانو څخه به ډېره تجربه ترلاسه کړي او ډېر څه به زده کړي.
د (لوډو) فلم په اړه وايي، چې په دې فلم کې يې ځکه کار وکړ، چې غوښتل يې له انوراګ باسو (د فلم ډايريکټر) سره کار وکړي، ځکه هغه د کوميډي فلمونو په برخه کې ډېر کمال لري او ډېر تکړه ډايريکټر دى.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.