The news is by your side.

سرچینه : پر کابل پوهنتون حمله  طالبانو کړې .

خبریال ویب پاڼه / سرچینه وايې تیره ورځ پر کابل پوهنتون حمله  وسلوالو طالبانو پلان کړې او تر سره کړې ده .

د وسلوالو طالبانو د کوټي شوراڅخه یوسرچنې چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي وويل پر کابل پوهنتون د تیري ورځي حمله  په پیښور کې د افغان طالبانو پر یوې مهمي مدرسې دبرید په غچ کې شوې .

سرچنې زیاته کړې تیره اونۍ په پیښور کې د (زبیر ) په نوم د افغان طالبانو پر مرکزي مدرسې له برید وروسته د افغان طالبانو د پیښور شورا د دغه ښار د تاج اباد په سیمه کې د کوچیانو جومات تر څنګ د فقیر محمد درویش په کورکې بیړنۍ غونډه جوړه کړه .

د سرچینې په وینا د پیښور شورا مشر قیوم ذاکر او ملاشیرین اخند غونډي ته په وینا کې وویل چې پر مولوي رحیم الله حقاني او او زبیر مدرسې باندي برید په پاکستان کې دننه پر افغان طالبانو د بریدونو د لړۍ یو خطرناک برید او د خطر زنګ دی او باید غچ يې واخلو .

دوی په خپلو خبرو کې ټنګار وکړ چې د دې برید په غچ کې باید هدف مکتبونه او پوهنتونونه وګرزول شې .

د سرچنې په وینا چې د هغه ورځي په شوراکې د یادو خبرو عامل تیره ورځ کابل کې پر لوی پوهنتون اجراسو . سرچینه وايې تل داسي بریدونه چې ملکي وګړو ته پکې ډیر زیان رسیږي نو د وسلوالو طالبانو د شوراپریکړه ده چې باید پر داعش يې ور واړوي .

د یادوني وړ ده چې پر کابل پوهنتون د تیري ورځي برید کې ٢٢ تنه شهیدان شوي او ١٩ تنه ټپیان دي خو په غیر رسمي ارقامو کې خبریال وېب پاڼې ته د مرګ ژوبلې شمېره زیاته ښودل شوې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.