خالد: د کندهار امنیت ډاډمن کیږي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان دفاع وزارت او غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي  قوماندان جنرال سکاټ میلر کندهار ولایت ته په سفر کې د کندهار د امنیت کیدلو ډاډ ورکړی او ویلي يې دي چې وسلوالو طالبانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې

په وروستیو ورځو کې د کندهار ولایت ارغنداب  او ژړۍ ولسوالیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي چې پر مهال يې د کندهار اوسیدونکي اندېښمن کړي چې  ښايي کندهار هم د هلمند  په څېر سي پر همدې مهال د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست او د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر کندهار ته ولاړل او د دې ولایت له محلي چارواکو سره يې وکتل خو

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد ډاډ ورکړی او ویلي يې دي چې ټول به ژر په دې ولایت کې د امنیتي حالت د ښه کیدلو شاهدان و اوسو  په دې ولایت کې مېشتو افغان ځواکونو د دفاع سرپرست وزیر او په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان ته ډاډ ورکړ چې طالبانو ته‌یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې او ژر به د دې ولایت له نا امنه سویو سیمو طالبان وباسي.

تراوسه پوري لاهم په یادو ولسوالیو کې نا امني روانه ده او په ځینو سیمو کې يې نښتې رامنځ ته کیږي د کندهار اوسیدونکي د وروستیو نا امنیو رامنځ ته کیدلو له امله اندېښمن دي او ویلي يې دي چې باید د کندهار د امنیت لپاره کوښښ وسي

طالبانو له هلمند وروسته د کندهار او ارزکان پر یو شمېر ولسوالیو بریدونه وکړل او د دې ولسوالیو ډیری سیمې ونیولې له دې نا امنیو سره تر خوا د سیمې هېوادونه په دې کوښښ کوي چې  د طالبانو او دولت ترمنځ ژر د سولې خبرې پیل سي ترڅو جګړې ته د پاي ټکی کښېښودل سي، خو لا مالومه نه ده چې افغانستان کې به روانه جکړه څه وخت پای مومي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More