The news is by your side.

اشرف غني یوازي ماتم او فاتحه اخیستل په واک کې ده، نور دځان واک هم نلري.

خبریال ویب پاڼه / ولسمشر غني ته پرانیستی لیک.

دا لیک تاسې ته یو 25 کلن پښتون ځوان درلېږي.

ممکن هغسې چې پۀ کار ده، مودب ونۀ غږیږي؛ ځکه ډېرې شپې یې د ډزو او بمونو پۀ غږونو سبا شوي.

د تراژیدیو دوام منظم فکر زیانمنوي، نو تېزه، ستغه او وچه یې وزغمئ.

کاش دې امکان درلودای چې مخامخ مې درته لوستي وای. زۀ پوهېږم. عمر، پوهه او تجربه مې لۀ تاسې پۀ کراتو کمه ده، خو ستونزې مې بیا پرېمانه دي.

ځکه هغه افغان ځوان یم چې د وژنو او چاودنو لۀ منځه مې سر راپورته کړی. تاسو خو شکر تر اتو_نهو دروازو شاته پۀ ارګ کې محفوظ یاست.

نۀ پوهېږم چې د وژنو لۀ هېواده به حالات څۀ ډول درته بیانیږي؟

ټلوېزیون به هم ګورئ، خو زۀ به د خبر لۀ پولو هاخوا روان ژوند درته بیان کړم. دلته ژوند لکه ارګ پۀ رڼاګانو نۀ دی پوښل شوی.

درباري لنګرونه هم نشته. د سهولتونو او خوندونو یادول خو مې بیخي خوله پیکه کړي. زما بې وزله افغان ستا د چارواکي پر ډېران غوځېدلي خواړۀ ټولوي او خپلې ګېډې پرې مړوي. څۀ وکړي؟

کار نشته. ټولې اسرې پرې تړل شوي. بهر ته کۀ تښتي، موټرو کې سوځول کیږي. آن اوبه هم څوک نۀ ورکوي. د عسکرۍ فورمه ورته د ګټې_وټې قباله ښکاري.

دا چې تاسو یې قهرمانان بولئ، مجبور دي! مجبور قهرمان نۀ وي. دا قهرمانان نه، غریبان دي چې د یوې ګولۍ ډوډۍ لپاره یې ستا لړزانده نظام پۀ خپلو سرونو ټینګ کړی .

خو هلته بیا بل کاروبار روان دی. ډلې_ډلې پلورل کیږي. پر سرونو یې سوداوې کیږي. پۀ درجنونو ځوانان تورې خاورې واغوندې ویده شي.

راشه! یو ورځ دې 4 سوه بستریز روغتون کې تېره کړه. هغه اندامونه وګوره چې ستا د نظام پۀ دفاع کې خاورې کیږي. خو پایله یې؟

ستا د حکومت پۀ دفاع کې د وژل شوي عسکر مېرمن بازار کې سوال کوي. لورکۍ یې پېغله شوې.

هر څوک پرې سترګو کې د شهوت هوس سړوي. راشه د شهید یوې کورنۍ سره مېلمه شه.

دوی سره یوه ورځ د سوال پۀ پیسو غرمنۍ وکړه. وګوره چې ژوند څومره بدرنګ دی؟

دا د کوم فلم سناریو نۀ ده. راځه هغۀ لېونۍ مور وګوره چې عسکر زوی یې پۀ میاشتو لۀ محاصرې وروسته پر مرمیو غلبېل کور ته راوړل شوی. ته خبر یې؟

د ډوډۍ پرځای خپل ځان خوري. د زوی لۀ انځور پرته یې خوب نۀ وړي. پلار یې ببر سر پۀ کوڅو ګرځي. پۀ ټېلیفون یې د زوی چغې او غوښتنې اورېدلې.

خو هېڅ یې نشو کوی. کۀ ستا نازولی زوی طارق غني همداسې ومري، څۀ احساس به وکړې؟ راشه وګوره! هغه نیمګړی معیوب سرتېری چې ستا انځور ته به سلامي وو، نن د خپلو حقونو لاسته راوړلو لپاره پۀ نیم ځان در پۀ دره ګرځي.

د کتابچې نیمایي معاش یې رشوتونه ترې خوري. تۀ ځان لږ وسکونډه چې درد کوي او کۀ نه؟ یو ورځ څۀ مۀ خوره، چې ولږه زور لري او کۀ نه؟

بیا د ارګ لۀ دېوالونو بهر دغه ویرجن ژوند ننداره کړه. پوهېږم امنیت ښۀ نۀ دی. پټ راځه. لکه عُمر پۀ توره شپه ګرځه. منم تا د بهرني سیاست او اقتصادي صلاحیت ترلاسه کولو لپاره ډېر څۀ وکړل، خو موږ لۀ روانو ظلمونو چېرته وتښتو؟

پر بمونو کېنول. سرونه غوڅېدل. آن د وېزو ترلاسه کولو لپاره د تور سرو پښو لاندې کېدل. د چاپو، چاودنو او بمباریو خو به زما نه تۀ ښۀ خبر یې؛ ځکه ځینې یې ستایې او ځینې یې غندې.

ولس نیمګړی دی. ووېشل شو. انسانان خو لا څۀ چې جغرافیه مو هم تقسیم شوه. د انسانانو پۀ څېر مو پر خاورې هم رحم نۀ دی شوی. د پاکستان پر توغندیو ویشتل کیږي.

پر سینه یې اغزن تار تېریږي. خلک دا پۀ انګلستان کې ستاسو پۀ لاسلیک د ډیورنډ کرښې پۀ اړه کړې معامله بولي. ولې ستاسې ځواب نشته؟ د قومونو ترمنځ څومره تعادل کیږي؟

پښتون خو بیخي د قربانۍ توپ خولې ته تړلی. نیم طالب شو، نیم حکومت او نیم هم پر اغزن تار لۀ ملکه جلا شو. زۀ متعصب نۀ یم، خو یو پښتون لۀ تا پښتون څخه پوښتنه کوم. زما قوم او ژبې سره څومره عدل شوی؟

هغه چې د ملي او رسمیتوب سربېره پۀ غوڅ اکثریت یې ویونکي ډېر دي. ته خبر یې؟

ستا شاوخوا خلک پښتانۀ استعدادونه ګواښي، تروروي یې او بیا یې بېرته پۀ بېلابېلو نومونو بدناموي.

تۀ ولې چپ یې؟ کۀ د څوکۍ وېره وي، نو تۀ خو همدې خلکو واکمن کړې. کۀ نه، دا لۀ بهره راوستي ټامیان چې اوس پرې د نظام څوکیداري کوې؟ اخر تر کومه؟

دلته ځوانان د زده کړو پۀ ارمان دي. اول زۀ غواړم ماسټري وکړم. یواځې زۀ نه، زما همزولي ټول ملګري هر مجلس کې پۀ دې ارمان خپلې شونډې چیچي .

. دا چې بورسونو کې نورو هېوادونو ته ځي، موږ نۀ یؤ. دوی کې ډېری یې ستا د هغو چارواکو زامن دي، چې لۀ لاسه یې نن ستا واکمني پۀ نړیواله کچه بدنام ده.

زۀ لکه ستا زوی امن کې ژوند کول غواړم. ما امن کړه. زما د وطن سرتوره او بوره مېرمن ستا د لور مریم غني او مېرمنې رولاغني پۀ څېر رڼاګانو کې ژوند کول غواړي.

منم یواځې تۀ د روان ناورین عامل نۀ یې، خو تا سره حکومت کې ځینې شریکان شته، چې دوه سري ماران دي. ستا پر تن د ننني داغ لوی عاملین هم دوی دي.

د دوی لۀ لاسه مو کلتور، هویت او ټول ملي ارزښتونه ریشخند شول. هېواد کې لۀ سختیو راوتلي ځوان استعدادونه پۀ ټیټه، خو لۀ بهره راغلي ټامیان پرې مشران ګمارل شوي، چې ډېری یې پۀ فحشاوو او غلاوو کې هم بدنام دي.

د دوی د کړنو لۀ امله تاسې هم خلکو کې سپک یادېږئ. زۀ څۀ ډول خپلې سبا ته هیله مند شم؟ تاسو به یې راسره ونۀ منئ. ما ستاسو پۀ واکمنۍ کې د یو کال پۀ اوږدو کې د وژل شویو انسانانو محاسبه د حساب پۀ ماشین کړې ده. تاسې د کوم شهید لۀ کوره خبر لرئ؟

د کومې کونډې او د کومې بورې مور؟

د هغۀ پلار لۀ حالته خبر یاست چې پنځه زامن یې ستا لۀ نظامه نذرانه کړل او شپږم یې پۀ کې ورک دی؟ هغه زوی هغه لورکۍ دې پوښتلي چې هر سهار پۀ امېدونو او هر ماښام پۀ ویرونو د خپل شهید پلار راتګ ته سترګې پر لار دي؟

دا پېغور نۀ دی ښاغلی ولسمشره! نور باید روان ناورین پای ومومي. زۀ باید هره ورځ څو وار لۀ دې وېرې مړ نشم چې به دلته او کۀ دلته وژل کېږم.

دا څوکۍ چې تاسې پرې اوس ناست یاست، یو مهال د وخت واکمن ځان سره بل هېواد ته وړې وه. نن څوکۍ او ځای شته، خو د هغه واکمن بستره لۀ نړۍ څخه بار شوې ده.

منم! سیاسي کشمکشونه، د بهرنیو ځواکونو د وتلو فشارونه، جګړه ییز مخالفونه، وژنې، چاودنې او د تېر تاریخ لۀ تکراره وېره شته، خو ترڅنګ یې تر لاس لاندې سیمو او خلکو بایلل ډېره جدي ده.

د یو واکمن لپاره چې استاد هم پاتې شوی وي، پۀ یو وار د دې ټولو ستونزو مدیریت ستونزمن نۀ دی، خو پۀ دې شرط چې د واکمنۍ مېتود بدل کړي.

راځئ یو نوی پېر پیل کړئ. پۀ نږدې خلکو کې چاڼ وکړئ. هغه کسان لۀ ځانه جلا کړئ، چې پۀ ناسمو مشورو، کړنو او خبرو یې دغه حالت رامنځته شوی.

هغۀ چاپلوسان لۀ غونډو وباسه چې پۀ هره خبره چکچکې درته وهي. لۀ غندنو او مصلحتونو نور تېر شه. ستا غندنې ولس ته مسخرې شوي. دا کړنې تاریخ جوړوي.

زۀ د کوچني قلم لرونکی ستاسو د واکمنۍ ترشاه کړنې انځوروم. واکمني او حکومت نور لۀ فېسبوکه وباسه. د تپل شویو پرېکړو غیر قانوني ځنځیرونه مات کړه.

لۀ دې وروسته پۀ غونډو کې دومره مۀ احساساتي کېږه. سټېج مۀ دربوه. طرحې او پلانونه ځان سره سمبال کړه، خلکو ته عمل وښیه.

د دې لپاره چې نۀ مور بوره، نۀ خور کونډه او نۀ د ولس بچي یتیم شي، ژمن، ایمانداره او ملي مسوولیت منونکی ټیم وګماره، کنه هېڅ لرې نۀ ده چې موږ بیا ځلې د تېر تاریخ تکرار ووینو.

نور به پۀ ګډه دعا کوو چې: زمونږه پۀ دې خاوره امن راولې الله ج .

درنښت تیارو خوړلی او د سولې جل وهلی افغان ځوان

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.