The news is by your side.

کندز کې موټر بم برید شوی .

خبریال ویب پاڼه / کندز ولایت کې د سرحدي ځواکونو پرکنډک نن سهار وسله وال برید شوی.

یوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ويلي  لومړی د سرحدي ځواکونو پر کنډک موټر بم برید شوی او وروسته وسله والو له افغان ځواکونو سره نښته پيل کړې ده .

سرچینه زیاتوي،چې وسله والو کسانو موټربم برید د هاموی ټانک په وسیله ترسره کړی او بیا کنډک ته دننه ننوتلي.

د دغه چاودنې او ډله ییز برید د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو لا تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

د یادي چاودني او وسلوال برید په اړه تراوسه د دولت ضد هیڅ ډلي رسنیو ته څه نه دي ويلي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.