ولې زموږ خلک په (انلاين پېسې ګټلو) باور نه کوي؟

ليکوال : رحمت ديوان

دا پوښتنه له ما څخه ډېره شوې ده، چې له انټرنېټ څخه نو پېسې څنګه ګټل کېږي؟

که څه هم په دې اړه ما په خپل کتاب (له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٦٠٠ لارې) کې خبرې کړي دي، خو بيا هم ځينې خلک چې زما ياد کتاب ولولي، نو يو ځل حتمي پوښتنه کوي، چې دا نو څنګه کېداى شي چې سړى دې له انټرنېټ څخه پېسې وګټي. ځينې خلک خو بېخي باور نه کوي او وايي، چې دا هر څه يواځې دوکه ده او نور هېڅ نه دي، خو زموږ دا خلک دومره هم نه کوي، چې په ګوګل کې په دې اړه پلټنه وکړي، ځکه په نورو ژبو کې په دې اړه ډېر زيات معلومات شته، چې هر څوک ترې ګټه پورته کولاى شي، خو زموږ خلک پرې هېڅ باور نه کوي.

زه ډېر وړوکى وم چې له انټرنېټ سره مې بلدتيا پېدا شوه، هغه وخت ياهو زيات مشهور و او په ځانګړې توګه د ياهو چېټ ګروپونه، چې خلکو به په کې بنډارونه جوړ کړي و، هغه وخت يو ملګري راته د ياهو برېښناليک جوړ کړى و او په دې يې پوهولى وم، چې څه ډول د ياهو چېټ ګروپونو ته ورننوتلاى شم، وروسته له هغې مو بيا له فېسبوک سره بلدتيا پېدا کړه، يعنې له نن څخه لس کاله مخکې موږ فېسبوک وليد او ځان ته مو پکې حساب پرانيست.

وروسته بيا د بلاګر سره اشنا شوم او په لومړي ځل مې په بلاګر کې ځان ته بلاګ جوړ کړ، همدا راز په دغه وخت کې (ټول افغان) هم خلکو ته بلاګونه جوړول، چې په دې کې مې هم دوه بلاګونه درلودل، خو بيا مو ډېر وخت بلاګر ته واوښت او ډېر کلونه مو په بلاګر کې کار وکړ.

په لومړي سر کې موږ له انلاين کارونو، يا په بله وينا د بلاګونو سره مينه درلوده او په دې کې به مو کار کاوه، خوا و شا ٢٠١٠ کال به و، چې هغه وخت زه په دې خبر شوم چې په انټرنېټ پېسې هم ګټل کېږي. کله چې مې په دې لړ کې هڅې پيل کړې، نو څو مياشتې وروسته په دې وتوانېدم چې يو داسې بلاګ جوړ کړم، چې هم ورته خلک راشي او هم پرې پېسې وګټم. د ګوګل اېډسنس لومړنۍ پېسې چې ماته راغلې وې، هغه څه دپاسه ٣٠٠ امريکايي ډالر و.

له هغې وروسته مې بيا يو شمېر بلاګونه جوړ کړل، چې که يې دومره ډېرې پېسې نه ګټلې چې زه دې ميليونر شوم، خو دومره پېسې يې حتمي ګټلې چې زموږ د ژوند اړتياوې يې پوره کولې.

بيا وخت نا وخت په بلاګر او ګوګل اېډسنس کې نوي نوي بدلونونه راروان ول، خلکو هم له انټرنېټ سره بلدتيا پېدا کوله او په ډېرو شيانو پوهېدل، که څه هم په دغه وخت کې يوټيوب يو له هغه وېبپاڼو څخه و، چې ډېرې زياتې پېسې ترې په ډېره اسانۍ ګټل کېدې، خو په دغه وخت کې موږ د يوټيوب څخه د پېسو ګټلو چل نه و ياد کړى، دغه وختونو کې مو يواځې بلاګر کاراوه، بيا وروسته وروسته خلکو بلاګونو او وېبپاڼو ته مخه کړه او په دې لړ کې يې کارونه پيل کړل. همدا راز کله چې زه په خپله د يوټيوب څخه خبر شوم، نو بيا په يوټيوب کې هم خلک ډېر شوي و، خو ډېر وخت مو بيا په يوټيوب کې هم کار وکړ.

په انټرنېټ کې هره ورځ بدلون راځي، که تاسو د فېسبوک د لومړي سر، يا د ٢٠١٠ پاڼه وګورئ او اوسنۍ يې وګورئ، نو د ځمکې او آسمان هومره توپير پکې راغلى دى، همدا راز بلاګر او يوټيوب او نورو وېبپاڼو کې هم د هرې تېرېدونکې ورځې سره نوي نوي بدلونونه راځي او نوي نوي پرمختګونه ترسره کوي. په دې لړ کې د پېسو د ګټلو لارې هم يو څه سختې شوې، ځکه ډېرى خلکو په غلطو لارو پېسې ترلاسه کولې، چې ياد شرکتونه پرې پوه شول او خپل سيسټمونه يې ډېر سخت کړل. ګوګل اېډسنس خو هر څه دومره سخت کړي دي، چې اوس په اسانۍ چاته اکاونټ هم نه ورکوي، همدا راز يوټيوب په نږدې وختونو کې خپل قوانين ډېر سخت کړل او مخکې چې به چا سل ډالر ګټل، هغوى يې دېرش ډالرو يا پنځوس ډالرو ته کېنول او ځينې پکې بېخي تش لاس شول.

خو که يو سړى وغواړي، چې په انټرنېټ دوامداره کار وکړي او دوامداره پېسې وګټي، بايد هره ورځ ځان اپډېټ وساتي او د هر نوي څيز سره ځان بلد کړي، همدا راز په يو ځاى تکيه ونه کړي، يعنې په يوه وخت دوه درې ځايونو کې کار وکړي، ځکه کله نا کله په انلاين کارونو کې ستونزې هم راولاړېږي، نو که چېرته يو کار خرابېږي، بل به ورسره وي.

په ٢٠١٨ کال کې چې هم مانه يو څوک پوښتنه وکړي، چې له انټرنېټ نه څنګه پېسې ګټل کېداى شي؟ دا هېڅ د منلو خبره نه ده، نو زه ورته يواځې وخاندم، ځکه ما داسې داسې خلک وليدل، چې کمپيوټر ساينس يې ويلى دى، خو په دې يې باور نه راځي چې له انټرنېټ دې پېسې وګټي.

يو شمېر خلک داسې هم شته، چې هغوى خلکو ته دوکې ورکړي دي، يا هم ځينې وېبپاڼې دي، چې يواځې د خلکو وخت ضايع کوي، چې د هغې وروستۍ نتيجه دا شي، چې خلک فکر کوي چې هر څه يواځې دوکه ده، نو زموږ د ژوند په هره برخه کې داسې خلک شته، چې په هر کاروبار کې دوکې کوي، نو په انټرنېټ هم داسې خلک ډېر دي، او کله چې يو کس له داسې کسانو سره مخ شي، نو هغوى بيا فکر کوي چې په انټرنېټ هر څه دوکه دي، نو تاسو هم له داسې خلکو ځان وساتئ، چې هغوى يواځې دوکه کوي.

زما کتاب (له انټرنېټه د پېسو ګټلو ٦٠٠ لارې) له چاپ کېدو نه وروسته يو ملګري ولوست، نوموړي کمپيوټر ساينس ويلى او په يوه لويه اداره کې کار کوي، خو په دې يې يقين نه کاوه، بيا چې ورسره يوه ورځ له نږدې کېناستم او په انټرنېټ مې ورته يو څه شيان وښودل، نو له هغې وروسته د سړي يقين پېدا شو.

خلک کوم ځاى ته ورسېدل، خو زموږ د ډېرو خلکو اوس هم په دې باور نه راځي او دوى فکر کوي، چې انټرنېټ يواځې فېسبوک دى او بس، خو که له ګوګل او يوټيوب څخه ګټه پورته کړئ، نو ډېر معلومات په هره برخه کې ترلاسه کولاى شئ، همدا راز په دې اړه هم ډېر څه په انټرنېټ کې شته، چې تاسو کولاى شئ ځان پوه کړئ او هغه لارې معلومې کړئ، چې له انټرنېټ څخه څنګه پېسې ګټل کېداى شي.