مخالفو سياسي ګوندونو له عمران خان د ژر استعفا غوښتنه کړې

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان د مخالفو سياسي ګوندونو مشرانو پېښور کې د یوې سترې ولسي غونډې پر مهال پر لومړي وزير عمران خان غږ وکړ، چې د سياسي او اقتصادي ثبات رامنځته کولو په هدف دې ژر تر ژره له واک لاس په سر شي.
په غونډه کي د دې اتحاد مشر مولانا فضل الرحمن، د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز او پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري تر څنګ د زیاترو اپوزیسیون ګوندونو مشرانو او استازیو ګډون کړی وو.
جلسې ته د بلوچستان نشنل ګوند مېنګل ډلې مشر سردار اختر مېنګل، د نشنل ګوند مشر ډاکټر مالک بلوڅ، د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو، د عوامي نشنل ګوند امیر حېدر هوتي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د پپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري او نورو ګوندونو مشرانو او استازیو ویناوې وکړې او د اوسني حکومت پرضد یې خپل دریځ بیا تکرار کړ.
مخالفو ګوندونو ادعا وکړه، چې د تحريک انصاف اوسنی واکمن ګوند په ټاکنو کې د درغليو په اساس مخته شوی او واک ته د همدې ګوند له رسېدو سره په پاکستان کې اقتصادي او سياسي بې ثباتي پراخه شوې ده.
پر اساسي قانون بشپړ عمل، په سیاست کې د پوځ او استخباراتو نه لاسوهنه، خپلواک پارلمان، خپلواکه محکمه، پاکې او رڼې ټاکنې، د بیان ازادي او د ترهګرۍ ختمېدل د دغه غورځنګ مهمې غوښتنې دي.
د غورځنګ مشران وايي، تر هغو چې دغه غوښتنې يې منل شوې نه وي، د دوی احتجاجونه او ولسي غونډې به نه یوازې دوام ولري، بلکې تر دې به هم سخت ګامونه واخلي.
د پاکستان ديموکراسۍ غورځنګ د دغه هیواد د ۱۱ سیاسي ګوندونو ګډ غورځنګ دی، چې د لومړي وزیر عمران خان د حکومت پر ضد جوړ شوی او تر دې وړاندې يې په کوټه، کراچۍ او ګوجرانواله کې هم لويې ولسي غونډې کړې دي.