The news is by your side.

جینوا کنفرانس؛ د نړۍوالو تېرو مرستو چندان اغېز نه درلود

خبریال وېبپاڼه/ له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د مرستو د جلب په موخه په داسې حال کې د جینوا دوه ورځنی مرستندوی کنفرانس پیلېږي، چې د افغانستان د مدني ټولنې مجتمعې (مجما) ویلي، افغانستان سره د نړۍوالو مرستو چندان اغېز نه درلود.

یاد بنسټ، چې پرون یکشنبه یې د یو راپور په خپرولو د خپلې څېړنې موندنې په کابل کې اعلان کړې.

دوی ویلي، دغه څېړنه یې په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۷۵۰ کسانو سره د مرکو پر اساس ترسره کړې ده.

د مدني ټولنو مجتمعې د پروګرامونو مسوول ایوب شهریار وايي، د نړیوالو مرستو د بې ګټې تمامېدو ترڅنګ لا هم په هېواد کې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي.

هغه زیاته کړې، د نړیوالو مرستو د اغېزمنتیا په اړه ۵۰ سلنه په دې باور دي چې یادې مرستو لږ تاثېر درلود او په وینا یې، د بشر حقونو په اړه ۸۹.۷ سلنه خلکو د بشري حقونو ضد مجرمینو د مجازات غوښتنه کړې ده.

د جګړې ختمېدل، له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې سولې ته رسېدل، امنیت، ښه حکومتوالي، اداري فساد سره مبارزه، او نور په دغه څېړنه کې د خلکو غوښتنې راخیستل شوي دي.

افغان حکومت څه تمه لري؟

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي ویلي، افغان حکومت په له نړیوالې ټولنې سره یو څلور کلن پروګرام شریکوي او تمه لري چې همکاري ورسره وشي.

هغه زیاته کړې، افغانستان کې نړۍوالي مرستې په ښه توګه لګول شوي او په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي.

ښاغلي صدیقي څرګنده کړې، د افغان حکومت څلور کلن پروګرام د افغانستان د سولې او انکشاف ملي چوکاټ سند یادېږي او پکې د افغانستان د ځان بسیاینې مسیر تشرېح شوی دی..

د جنیوا کنفرانس لومړۍ ورځ به په ځايي وخت د سهار په نهو بجو چې د افغانستان یوه نیمه بجه کېږي پیل شي.

د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس د افغانستان، فنلند او ملګرو ملتونو لخوا جوړ شوی چې پکې د نږدې ۱۰۰ دولتونو او سازمانونو استازي ګډون کوي.

تمه کېږي چې نړیواله ټولنه د افغانستان له حکومت سره د راتلونکو څلورو کلونو په مخه د میلیارډونو ډالرو نوې مرستې ژمنې وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.