The news is by your side.

مولانا فضل الرحمن؛ پوځ ته درناوی لرم

خبريال وېبپاڼه/ مولانا فضل الرحمن چې اوس په پاکستان کې د حکومت ضد ګوندونو د اتحاد مشري کوي وايي چې دی د پاکستان پوځ ته درناوی لري خو پوځ بايد د پاکستان په سياست کې ګوتې ونه وهي او يوازې د ملکي دفاعي ځواک دې وي.

په پاکستان کې موجودو ټولو سياسي ګوندونو په پيښور کې د پاکستان د‌ حکومت په خلاف یوه لویه جلسه رابللې وه او پدې جلسه کې يې د عمران خان د حکومت د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

مولانا فضل الرحمن په‌ دې‌ جلسه کې وويل چې په پاکستان د موجودو ټولو ګوندونو حکومت وېرولی دی او اوس مجبوره دی چې ددې لويو ګوندونو خبره ومني او عمران خپله استعفا ورکړي.

پاکستان کې داخلي غوغا
په پاکستان کې نور د سياسیون د حکومت په وړاندې

یو شوي، خلک هم د حکومت څخه پوزو ته راغلي دي، ټولنه په طبقو وېشل شوې ده او د حکومت څخه هم لاره ورکه ده.

همدا اوس‌ په دې هېواد کې ټول سياسي ګوندونه سره یو ځای شوی او د عمران خان د حکومت څخه غواړي چې استعفا ورکړي، په هېواد کې شفافې ټاکنې وشي او ملت پرېښودل شي چې پخپله اراده خپل مشر وټاکي.

که پوځ سياست پيل کړي؟
د پاکستان د متحدو ګوندونو مشر فضل الرحمن وايي چې پوځ دې د هېواد دفاعي اداره وي او که په سياست کې ګوتې وهي او د ځان څخه سياسي اداره جوړوی نو بيا به یې نوم هم اخلي او نیوکې به هم ورباندې کوي.

د مولانا فضل الرحمن په خوله کې د پاکستان د پوځ لپاره يوه ډېره نرمه ژبه ده، پاکستاني پوځ دومره پښتانه په شهادت ورسول خو د مولانا فضل الرحمن له خولې يوه خبره هم ونه وته، اوس یې چې پخپله د پوځ سره مخالفت راغلی دی نو دومره نرمه ژبه ورته کاروي چې د غلام او بادار اړیکه ښه په ډاګه کوي.

مولانا وايي که پوځ سياست کوي بيا يې نوم اخلي، دا څومره نرمه افاده او کلمه ده، فضل الرحمن پوځ صرف په نوم اخيستلو ګواښي، په نورمال حالت کې مولانا فضل الرحمن د پوځ نوم هم نشي اخیستی.

د پارلماني نظام د له منځه تلو خطر
مولانا فضل الرحمن د پاکستان حکومت ته وويل چې دوی متحد ګوندونه د رياستي نظام کلک مخالف دي او هېڅکله به اجازه ورنکړي چې حکومت د پارلماني نظام بڼه لغوه کړي او رياستي ته يې واړوي.

مولانا فضل الرحمن ویره لري چې حکومت به اوسنی پارلماني نظام لغوه کړي او په پارلمان کې به د ګوندونو واک محدود کړي، له همدې کبله مولانا حکومت ته نن اختار ورکړ چې ګواکي د رياستي نظام خيال دې هم نکوي.

عمران د واک لېونی
ويل کېږي عمران خان په دې هېواد ټول واکونه ځانته مختص کړي دي او اوس نیت لري چې د پارلماني نظام له منځه يوسي او په ځای يې رياستي نظام رامنځته کړي چې صدراعظم به شتون نلري او يوازې يو ولسمشر به شتون لري.

سياسي ګوندونه وايي عمران د قدرت جنون نيولی دی او په نیت کې لري چې د هرې ممکنې لارې خپله بقا تضمين کړي، کله ځان د پوځ غېږې ته اچوي او کله هم‌ د پارلماني نظام د له منځه وړلو سوچونه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.