The news is by your side.

 ایا افغان حکومت به د اداري فساد ریښې وچې کړي؟

خبریال وېپاڼه/ له اداري فساد سره د مبارزې د نوي ټاکل شوي کمېسیون غړیو په داسې حال کې لوړه وکړه، چې افغانستان لا هم د نړۍ په کچه د اداري فساد د لېست په سر کې قرار لري.
ارګ وايي، له اداري فساد سره د کمېسیون پنځو غړیو، همایون حامد، مریم زرمتي او عبدالقیوم نظامي د شپږو کلونو او سید محمد هاشمي او فرخ لقا د دریو کلونو لپاره لوړه وکړه.
ولسمشر اشرف غني د کمېسیون غړیو ته ویلي، د قانون تطبیق کلیدي دی او هیڅوک تر قانون پورته نه دي او زیاته کړې یې ده، چې تاسو له ځوانې ټولنې سره چې له فساده ځورېږي سروکار لرئ او په دې برخه کې ستاستو اقدامات کولای شي چې د ملت او دولت ترمنځ واټن کم کړي.
له اداري فساد سره د مبارزې د نوي ټاکل شوي کمېسیون غړیو په داسې حال کې لوړه وکړه، چې افغانستان لا هم د نړۍ په کچه د اداري فساد د لېست په سر کې قرار لري، دې ستونزې لکه جګړه هیواد ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.

اقتصادي وده، د راکړې ورکړې چټکتیا، د اداري نظام کمزوري، ناسم مدیریت، په ادارو کې د دولت مستقیم رول او د نظام او اقتصاد په چارو کې سیاسي لاسوهنې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د اداري فساد عمده لاملونه بلل کېږي.

بل خوا نن په جنیوا کې د افغانستان په اړه یو مرستندویه نړیوال کنفرانس پرانستل کېږي.
په دغه کنفرانس کې نړیوالې ټولنې افغانستان ته د لسو وړاندې کړیو شرطونو په ترڅ کې چې له دې هېواد سره یې د خپلو مرستو دوام ورپورې تړلی، له فساد سره کلکه مبارزه هم شامله ده.

خو پوښتنه دا ده، افغان حکومت به وتوانېږي، چې دې هېواد کې د اداري فساد ریښې وچې کړي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ملت یې له وخته د ځواب په لټه کې دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance