The news is by your side.

د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

خبریال وېبپاڼه/ د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د دې ولایت د بره کي برک ولسوالۍ د حاجي جمعه خان کوچي لومړني ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ریاست د مطبوعاتو مدیر شاه پور عرب خبریال وېبپاڼې ته وویل، دغه ښوونځى د اقراء یا ولسي تړون پروګرام لخوا جوړ شوی، چې ۶ درسي ټولګي، د اوبو څاه، ۳ تشنابونه او نورې اړینې ښوونیزې اسانتیاوې لري.

هغه زیاتوي، د حاجي جمعه خان کوچي لومړنی ښوونځی، چې ۱۵۰ زده کوونکي لري، په ۱۳۹۱ کال کې تاسیس شوی دی او تر اوسه یې په کرایي کور کې فعالیت کاوه.

نوموړي دغه راز وویل، په راتلونکو ورځو کې به د لوګر د یو شمېر نورو ښوونځیو لپاره هم نوې جوړې شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

طالبان لوګر کې یو شمېر ښوونځیو څارنه لري

وسله وال طالبان د لوګر د مرکز پل علم په شمول د یو شمېر ولسوالیو پر ښوونځیو څارنه لري.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست د دغو څرګندونو پخلی کوي او وايي، د پوهنې ریاست نه شي کولای پر هغو ښوونځيو چې په ناامنو ولسوالیو له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي څارنه وکړي.

دوی زیاتوي، د ناامنیو له امله نه شي کولای چې په برکي برک، څرخ، خروار ازرې او د مرکز پر یو شمېر ښوونځیو څارنه وکړي.

خلک د طالبانو په دې کار خوښي څرګندوي او وايي: (( موږ د طالبانو له څارنې خوښ یوو ځکه چې لږ تر لږه له ښوونځیو څارنه کوي، طالبان په ښوونځیو کې د شخړو مخنیوی کوي.))

د خلکو په وینا، له ښوونځیو د طالبانو څارنه د دې ښودنه کوي چې حکومت او د لوګر ځايي چارواکي کمزوري دي او طالبان پیاوړي، نو حکومت باید په دې اړه جدي چلند وکړي.

.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.