The news is by your side.

چارواکي په کندهار کې د ۱۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا کوي

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار امنیه قوماندانۍ وايي، د دې ولایت په میوند او ژړۍ ولسوالیو کې د ګډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ١٣  تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو مدیریت لخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه عملیات د میوند ولسوالۍ په لوی کارېز او د ژړۍ ولسوالۍ په پاشمول سیمه کې ترسره شوي دي.

 د خبرپاڼې له مخې، د میوند ولسوالۍ په لوی کارېز سیمه کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او درې ټپيان دي او همدا راز د ژړۍ ولسوالۍ په پاشمول سیمه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او یو ټپي دی.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ٨ میله بېلابېله وسله هم تخریب شوې ده.

د کندهار امنیه قوماندانۍ خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ژړۍ، میوند او پنجوايي ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه د افغان ګډو ځواکونو عملیات روان دي او ژر به یادې ولسوالۍ د مخالفینو له شتونه پاکې شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر هلمند وروسته کندهار د اور په لمبو سوځي

شاوخوا یو نیمه میاشت مخکې وسله والو طالبانو ترهلمند وروسته د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ ترهګریز بریدونه وکړل او یو شمېر کلي یې ونیول.

په دغو بریدونو کې د امنیتي ځواکونو یو شمېر پوستې، وسایط او تجهیزات د طالبانو لاس ته ورغلل او زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو ښار ته کډه شوې.

که څه هم د کندهار ولایتي چارواکو ویلي وو، چې د بابا صاحب نظامي عملیاتو په لومړي پړاو کې یې د ۶۰۰ وسله والو په مرګ ژوبلې ارغنداب ولسوالۍ په بشپړه توګه تصفیه کړه، خو لا هم په یادې ولسوالۍ کې وخت ناوخته پر امنیتي پوستو بریدونه کېږي او د وسله والو طالبانو لخوا پر لویو لارو ځای پر ځای شویو ماینونو د عامو خلکو ژوند تریخ کړی.

تېره اوونۍ د یادې ولسوالۍ په تابین کلي کې د ملکي وګړو پر زرنج موټرسایکل د سړک غاړې ماین چاودنه وکړه، چې یو تن پکې شهید او دوه نور ټپیان شول.

تر ارغنداب وروسته اوس وسله والو طالبانو په ژړۍ، میوند او پنجوايي ولسوالیو کې جګړې ته زور ورکړی او ګڼ شمېر کلي یې نیولي دي.

ځايي سرچینې وايي، چې جګړه د ولسوالیو تر بازارونو پورې رسېدلې او که مهار نه شي، د ولسوالیو په شمول ګڼ نظامي ځایونه به د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېږي.

خو امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې په ژړۍ، میوند او پنجوايي ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه د افغان ګډو ځواکونو عملیات روان دي او ژر به یادې ولسوالۍ د مخالفینو له شتونه پاکې شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.