The news is by your side.

د ملي امنیت رئيس: که کراچۍ او پېښور نه وای، طالبان به له منځه تللي وو

خبریال وېپاڼه/ د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست احمدضیا سراج وايي، که کراچۍ او پېښور نه وای، طالبان به وختي له منځه تللي وو.

ښاغلي سراج نن ولسي جرګې ته د رایې اخیستنې په موخه د خپلې برنامي د وړاندې کولو پر مهال وویل، کراچۍ او پېښور د وسله والو طالبانو د طالبانو د امن ځایونه او روزنیز مرکزونه دي او په افغانستان کې تروریستی بریدونه په همدې مرکزونه کې پلان او بیا ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه، وسله وال طالبان له کراچۍ او پېښور غواړي موږ له کړکېچ سره مخ کړي، ځکه په وینا یې دا د طالبانو د امن مرکزونه دي او خپل ځان پکې خوندي وي.

د ملي امنیت رئیس داسې مهال د طالبانو خلاف څرګندونې کوي، چې تېره اوونۍ د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد هم ویلي و چې پاکستان له پېښور او میرانشاه اوس هم د جګړې پيغام رالېږي.

د ملي دفاع وزیر ولسي جرګې ته د رایې اخیستنې په موخه د خپلې برنامي د وړاندې کولو پر مهال ویلي وو، چې د تروریستانو روزنیز مرکزونه په پاکستان کې دي، هلته روزل کېږي او په افغانستان کې تروریستی بریدونه د دغه هیواد په خاوره کې پلان او بیا ترسره کیږي.

افغانستان ته د عمران خان سفر

د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو لوړ پوړي مسوولین په داسې حال کې پاکستان د وسله والو طالبانو پټنځایونه او روزنځایونه بولي،  چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستان صدراعظم عمران خان د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا افغانستان ته راغلی و.

که څه هم کابل هیله ښودلې چې د عمران خان سفر به د افغان سولې او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره موثر تمام شي، خو د افغانستان په باب د پاکستان اراده کې هیڅکله مثبت بدلون نه دی راغلی او هیڅ تمه ترې نه شي کېدای

له دې مخکې په وار وار ویل شوی وو، چې پر پاکستان باور نه دی په کار او د هغه هیواد چارواکی افغانستان کې د سولې ټینګښت په موخه ریښتینې همکاری نه کوی..

یوه اوونۍ وړاندې د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په مشري غونډه کې لاریون والو هم پاکستان په افغانستان کې جګړې ته په لمن وهلو تورن کړ.

لاریون والو زیاته کړه، چې پاکستان له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او تل د افغانستان د سولې خبرو کې لاسوهنه کوي، تر څو د بین الافغاني خبرو اترو د پيل مخه ونیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance