The news is by your side.

رولا غني: طالبان اوس هم ښځې ګواښي او ناقص العقلې یې بولي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني د افغانستان په اړه جنیوا کنفرانس کې وویل، داسې اوازې وې، چې طالبان بدل شوي، خو طالبان لا هم پخواني دي، اوس هم افغانې مېرمنې ګواښي او ناقص العقلې یې بولي.

رولا غني زیاته کړه، چې افغانې مېرنې د هغې سولې ملاتړ کوي، چې په کې د ښځو حقونه او اتلس کلنې لاسته راوړنې خوندي وي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مېرمنې رولا غني دا راز وویل، چې د افغانستان اساسي قانون کې د هر چا لپاره ځای شته او موږ طالبانو ته هم ښه راغلاست وایوو.

نن د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس پیل شو، چې د ولسمشر محمد اشرف غني او لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی.

د هېواد لومړۍ مېرمن دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له دوو میاشتو را هیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې ولاړې دي.

افغان مېرمنې په بیا بیا ټینګار کوي، چې له طالبانو سره په خبرو کې دې د دوی حقونو ته پام وشي او د ١٨ کالو لاسته راوړنې دې په سیند نه لاهو کیږي.

طالبانو هم تر دې وړاندې افغان مېرمنو ته یې د حقونو او لاسته راوړنو خوندیتوب په اړه ډاډ ورکړی وو او تر ډېره برېښي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پخوانی دریځ نرم شوی او بدل شوی دی.

خو لا هم یو شمېر مېرمنې د طالبانو د ګواښونو له امله ډاډه زړه کار نه شي کولی او د طالبانو له راتګ وروسته وېره لري، چې بیا به د پخوا په شان په کورونو کېنول شي.

خو د افغانستان د سولې په شان د افغان مېرمنو برخلیک هم د سولې او طالبانو له راتګ وروسته نا معلوم دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.