غزني کې یوه پلار خپله لور او یو بل ځوان د اړیکو په تور وژلي
خبریال وېبپاڼه/ د غزني چارواکي وايي، تېره ورځ د یاد ولایت د چاغوریو ولسوالۍ اړوند د چال نومي سیمه کې یوه پلار خپله ځوانه لور او یو بل ځوان په ډزو وژلي دي.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، یاد کس خپله ځوانه لور د یوه بل ځوان سره د اړیکو په تور وژلي دي.
د جمعه زاده په خبره، د نجلۍ پلار له کوره تښتېدلی وو، خو پولیسو تر پلټنو وروسته ونیوه او اوس تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی.
د هېواد په یو شمېر سیمو کې وخت ناوخت د دا ډول پېښو د رامنځ ته کولو راپورونه ورکول کیږي.
د بشري حقونو کمېسیون اندېښنه
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون دا ډول پېښې اندېښنې وړ بللې ده او له قضايي ارګانونو یې د عاملینو د موندلو او سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.
دوی وايي، هېڅوک د یوه چا د وژلو حق نه لري، که یوڅوک په یوه جرم تورنېږي، د قانوني بنسټونو له لوري یې باید قضیه وڅېړل شي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون زیاتوي، چې صحرايي محکمې د ښځو د ژوند لپاره لوی ګواښ دي او د دې ګواښ د له منځه وړلو لپاره باید د قانون د تطبیق لباره دولتي حاکمیت پراخ او امنیت ټینګ شي.
د دوی په وینا په هغو سيمو کې چې نا امني وي د وسله والو مخالفينو، ناقانونه وسله والو او قومي جوړښتونو له امله صحرايي محکمې ترسره کېږي.
یاد کمېسیون یادونه کوي، چې لا هم افغانستان کې مېرمنې له تاوتريخوالي سره مخ دي، چې صحرايي محکمې، د حقونو نه ورکړه، وهل ټکول، اجباري ودونه، د نفقې نه ورکړه، قتل او ځان وژنې يې مهمې بېلګې دي.
د ښځو فعالان د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه ټولنه کې د سواد کچې لوړېدل اړین بولي.
نن له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د مرستو د جلب په موخه د جینوا دوه ورځنی مرستندوی کنفرانس هم پیل شوی، چې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب پکې د بحث اساسي موضوع ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.