ولسمشر ولې د پاکستاني زندانيانو د خلاصون فرمان ورکړ؟

خبريال وېبپاڼه/ د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یوه فرمان کې د ګڼ شمېر پاکستانيو زندانيانو د خوشي کولو امر کړی دی، دا معلومه نده چې ددې پاکستاني وګړو جرمونه څه دي، خو ولسمشر اشرف غني پخپل فرمان کې ويلي چې دا پاکستاني مجرمین د ښه نيت په موخه خوشي‌ شوي‌ دي.

د خوشي کېدونکو پاکستانیانو د جرمونو په هکله دقیق خبر نشته، تراوسه هېڅ کړی پدې هکله څه نه دي ويلي ايا دا مجرمین تروريستان دي که په نورو جرمونو نيول شوي دي، د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې زندانيان ډېری پاکستانيان تروریستان دي، ډېری پاکستانيان چې دلته په افغانستان کې په زندانونو کې پراته دي په تروریستي کړنو نيول شوي دي، دوی يا د بمونو په جوړولو یا د بمونو په ایښودلو او یا په نورو تروريستي فعاليتونو نيول شوي دي.

د ای ایس ای سره نوې معاهده
ولسمشر غني ويلي چې دا پاکستان زندانیان يې د ښه نيت په موخه خوشي کړي دي، خو دا واضح نده چې ولسمشر غني به د پاکستان د کوم ښه اقدام په مقابل کې دا ښه نیت څرګند کړی وي، په وروستي ځل چې په افغانستان کې د پاکستاني بنديانو اړوند خبرې او بحثونه ګرم شوي و ۲۰۱۵ م کال و.

هغه وخت د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د ای ایس ای ترمنځ د یوه تړون په بنسټ پاکستاني استخباراتو دا واک ترلاسه کړی و چې د افغانستان په زندانونو کې له بندیانو سره دې ليدنې کتنې وکړي، دا چې اوس دا نوي زندانیان خوشي کېږي او بیا د پاکستاني زندانيانو بحث راپورته کېږي کېدی شي د ولسمشر غني او عمران خان د لیدنې په مهال‌د لاسليک شوې توافقنامې سره تړاو ولري.

د ارګ او عمران خان ګډ ليد لوری
تېره اونۍ کله چې د پاکستان صدراعظم عمران خان کابل ته سفر درلود نو د ولسمشر غني سره یې د ګډ ليد لوري په نامه توافقنامه لاسليک کړه، ويل کېږي په دې توافقنامه کې ولسمشر غني پاکستان ته ځینې تضمينونه او ژمنې ورکړې دي.

اوس ولسمشر غني مخامخ نه دی ویلي چې دا پاکستاني زندانيان د عمران سره د لاسليک شوې توافقنامې په بنسټ خوشي کوي، خو شننوکي دې ته د شک په نظر ګوري او وايي چې پاکستاني بنديان د اشرف غني او عمران خان د توافق له مخې خوشي شوي دي.

بې بدله سوغاتونه
ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې پاکستاني بنديان خوشي کوي چې همدا اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ دروازه تړلې ده، پرون د افغان او پنجابي عسکرو ترمنځ د ډيورنډ په فرضي کرښه نښتې روانې وې، دې ټولو ته په کتو د شننوکو سره دا پوښتنې پيدا کېږي چې د ولسمشر څخه وپوښتي چې پاکستان ته د څه سوغاتونه ورکوي، د هغه چې عمران خان راغلی دی پاکستان د افغانستان په وړاندې څه کړي دي چې ولسمشر غني ورته داسې بې بدله سوغاتونه ورکوي.

د طالبانو او افغان حکومت توافق په طرزالعمل د خبرو باندې د پاکستان له طرفه نشو بللی، ځکه که داسې ووايو چې دا کار دې پاکستان کړی وي نو دا به په دې مانا وي چې پاکستان په طالبانو فشار راوړی وی او طالبان پخپله دریځ کې نرم شوي وي، خو دا ځکه نشو منلی چې طالبان ندي نرم شوي بلکې افغان حکومت هغه څه منلي چې تراوسه يې منل، حکومت د طالبانو خبره ومنله او ددوحې تړون یې د بين الافغاني خبرو اساس ومانه، هم يې دلته نرمي وښوده او هم یې د پاکستان د بنديانو د ازادۍ نرمښت، حکومت څه ترلاسه کړل؟

حکومت بايد خپل ملت ددا ډول سخاوت مندانه کړنو په هکله معلومات ورکړي، وروسته له دې چې عمران خان کابل ته راغلی داسې هېڅ د پام وړ څه نه دي شوي چې حکومت دې فوراً پاکستان ته کرېډېټ ورکوي د هغه وحشي بندیان دې خوشي‌ کړي، په لوی احتمال چې ددې پاکستاني بندیانو لاسونه د افغانانو په وینو سره دي او نن د هرڅه سره سره سرې سترګې خوشي کېږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum