The news is by your side.

نبیل؛ غني د قدرت لپاره د افغانانو قاتلین د هغوی بادارانو ته سپاري

خبريال وېبپاڼه/ د هېواد د ملي امنیت پخواني ريس رحمت الله نبیل د ولسمشر غني په هغه پرېکړه نيوکه کړې چې د پاکستاني بنديانو د خوشي کېدو په هکله یې کړې.

ولسمشر غني نن يو فرمان صادر کړ چې د هېواد د زندانونو څخه دې‌ ګڼ شمېر پاکستاني زندانيان خوشي شي، ولسمشر غني د خپلې دې پرېکړې سبب خپل ښه نيت ښوودلی دی.

رحمت الله نبیل چې د پاکستان په وړاندې ډېر سخت دريځ لري او تر دې وړاندې یې هم د پاکستان سره هر ډول همکاري غندلې وه اوس یې د ولسمشر غني دا پرېکړه هم په کلکو ټکو غندلې ده.

نبیل: غني د قدرت وږی‌ دی
د ولسمشر غني په دې پرېکړه رحمت الله نبیل ويلي چې ولسمشر غني هڅه کوي په قدرت کې پاتې شي، ددې لپاره چې خپله چوکۍ وساتي نو په هېواد کې نورې ستونزې هم جوړوي.

رحمت الله نبیل وايي اشرف غني اوس د داعش مشر اسلم فاروقي او نور مهم غړي د پاکستان ای اېس ای ته په رشوت ورکوي، د نبيل په خبره چې اشرف غني د قدرت لپاره اوس د افغانانو ترټولو وحشي قاتلین هم د پاکستان په خوښه خوشي کوي او هغوی ته یې سپاري.

ايا اشرف غني به اسلم فاروقي هم پاکستان ته وسپاري؟
اسلم فاروقي د داعش ډلې مشر و چې افغان ځواکونه بريالي شول چې هغه ژوندی ونيسي، د افغان ځواکونو دې کار هغوی ته د خلکو په زړه کې درناوی نور هم زيات کړ او ددې ترڅنګ په نړیوالو رسنیو کې هم د افغان ځواکونو دې کار پراخ پوښښ وموند او دوی وستايل سول.

اوس پوښتنه داده چې ايا اشرف غني به د افغان ځواکونو دا ستر زحمت په ريښتيا هم په سیند لاهو کړي او اسلم فاروقي به پاکستان وسپاري، که اشرف غني دا کار کوي نو د مشروعیت سبب به يې څه شی وي، ولسمشر غني به د څه شي په بدل کې پاکستان ته اسلم فاروقي ورکوي؟

وروسته له هغه چې عمران خان کابل ته راغی افغانستان ته یې څه ورکړل، هېڅ، پاکستان تراوسه داسې هېڅ افغانستان ته نه دي ورکړي چې حکومت دې اسلم فاروقي پاکستان ته ورکړي.

تازه پرون د ډيورنډ په کرښه د افغان او پنجابي ځواکونو ترمنځ نښته روانه وه او د تورخم لاره بند شوه، په داسې یوه حالت کې به پاکستاني بنديانو خوشي کول د اشرف غني لپاره ارزانه تمام نشي، ولس به هېڅکله دا ونه مني چې ددوی وحشي قاتلین دې يا خوشي او یا دې هم پاکستان ته ورکړل شي.

پکار ده ولسمشر غني پاکستان ته د هېڅ ډول بندي ورکړه عملي نه کړي، په پاکستان کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، په افغانستان کې د سولې په تړاو ددوی هېڅ قابل د لمس مرسته نشته ده نو ولې دوی ته دومره پراخ بې بدلې امتياز ورکړل شي.

که ولسمشر غني په فردي ډول د پاکستان څخه ځانته نورې تمې لري هغه بېله خبره ده خو هېڅکله بايد د هېواد ملي ګټې د پاکستان سره د ځان د ګټې لپاره په قمار ونه وهي، افغانان به هیڅ هغه مشر ونه بخښي چې د خپلو ګټو لپاره د افغانستان ګټې په خطر کې واچوي او د افغان ځواکونو په قربانیو معامله وکړي.

دا کار د افغان ځواکونو قربانیو ته سپکاوی دی
افغان ځواکونه په کمو امکاناتو د هېواد د ساتنې لپاره شپه او ورځ کار کوي، د خپلې دندې په جريان کې د سختو ستونزو سره مخ کېږي، نه يوازې چې د‌ شديدې جګړې له‌ کبله د ستونزې سره مخ کېږي بلکې د ملي پوځ لپاره د پوره امکاناتو نشتون هم ددې سبب کېږي چې افغان ځواکونه هغه سختۍ وزغمي چې باید نه وی ورسره مخ شوي.

د بلې خوا د همدې داعشیانو او نورو ترهګرو د نيولو لپاره افغان ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، موږ په زرګونو شهيدان لرو، ددوی څخه خپلې کورنۍ پاتې دي، ځينې کورنۍ او فاميلونه يې ان نن په دومره سخت حالت کې دي چې د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره سوال کوي.

که موږ د افغان ځواکونو دا ټولې قربانۍ هېڅ ګڼو او د افغانانو قاتلین د هغوی بادارانو ته سپارو نو تر موږ به ظالم او خودخواه څوک نه وي، د هېڅ هېواد مشر به په هېڅ ډول داسې کوم کار ته غاړه کېنږدي‌ لکه چې يې زموږ مشران ږدي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance