The news is by your side.

اشرف غني‌د سولي ‌طرز العمل تاید کړ ؛‌ستانکزی واپس د دوحې پر لور

خبریال وېبپاڼه – دافغانستان د سولي ‌د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزي‌ د بین الفغاني ‌مذاکراتو د پیل طرزالعمل له ولسمشر غني ، عبدالله عبدالله او د ولسمشر له مرستیالانو سره شریک کړی دی.

په قطر کې دوو طالب مشرانو او دافغان مذاکراتي ټیم غړو خبریال وېبپاڼې ته ددې خبرې تاید وکړ چې پر څلورو ټکو جوړ طرزالعمل یې فیصله کړی او د افغان مذاکراتي ‌ټیم مشر معصوم ستانکزي‌د تېري پانج شنبې په ورځ کابل ته وړی دی. ‌

په ارګ کې د خبریال وېبپاڼې سرچینې وايي چې دا طرزالعمل لمړی له ولسمشر غني او بیا د ولسمشر له مرستیالانو او هم دا راز د ملي مصالحې د عالي‌ شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د معصوم ستانکزی او سلام رحیي له لوري ‌شریک کړل شو.

د خبریال وېبپاڼې سرچینې وايي چې لمړیو کې د امرالله صالح له لوري د طرزالعمل مخالفت وشو خو وروسته ښاغلی صالح له مخالفت نه پر شا شو او افغان پلاوي ‌ته د خبرو د پیل اجازه ورکړل شوه .

په ارګ کې د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي چې په پلان کې وه چې د یکشنبې په ورځ معصوم ستانکزی او سلام رحیمي  دوحې ته سفر وکړي؛ خو د الوتکې د نه شتون له کبله دا سفر وځنډول شو.‌

د خبریال وېبپاڼې سرچینې وايي‌ چې تر دم ګړیه د افغانستان د هوايي کرښې افغان اریانا الوتکې ته هم د قطر هیواد د الوتنې اجازه نه ورکوي‌ او ښايي کابل ته تللی د افغان مذاکراتي ټیم مشران پر کومه بله لاره دوحې ته سفر وکړي.‌

د یادولو وړده چې وزیرانو ته د رایو ورکولو په بهانه د جنرال دوستم زوی بهتور دوستم او غلام فاروق مجروح هم کابل ته تللي‌ دي چې ښايي هغوی هم راروانه اونۍ بېرته دوحې ته ستانه شي.‌

په قطر کې په مذاکراتو کې ښکېل د افغانستان د حکومت او د طالبانو لوری دواړه په دې باور دي چې بین الفغاني‌ مذاکرات ژر پیلېدونکي دي.

بل لورته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد ” د پاکستان او افغانستان په اړیکو ” کې د پرمختګ هر کلی کړی.

هغه پر ټویټر یوه بیان کې ویلي که شوې ژمنې عملي شي نو دا د “سولې او په سیمه کې د پرمختګ لپاره یو فرصت رامنځته کوي “.

ښاغلي خلیلزاد دغه راز د پاکستان له خوا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او اوربند رامنځته کولو برخو کې د همکارۍ د ژمنې هر کلی کړی .

د یادولو وړده چې د افغان سولي په بهیر کې وروسته له هغه ګړندي ‌توب را منځ ته شو چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دوحې ته ناڅاپي سفر وکړ او لته یې د سعادت نادري په مشری له افغان پلاوي  او وروسته د شیخ عبدالحکیم په مشري‌ له طالب پلاوي سره ولیدل. ‌

هم دا راز د افغان سولي ‌د بهیر د چټکتیا یو علت دا هم ښودل کېږي‌ چې پاکستاني عمران خان کابل ته سفر وکړ او هلته یې ژمنه وکړه چې طالبان به د سولي ټغر ته رابولي.‌   

   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance