The news is by your side.

٢٠٢٠ز کال د نړۍ ٨ ترټولو ساړه(يخ) ځايونه.

خبريال وېب پاڼه /نړۍ هر کال د اقلیمي بدلونونو سره مخ کيږى چې د ګرمو سيمو کې د ګرمۍ درجه زياتيږي او سړو سيمو کې بيا د اورښتونو کچه زياتيږى سږکال هم نړۍ د اقليمي بدلونونو شاهده وه چې زيات اثر يې د ژمي موسم کې په سړو سيمو کې رامنځته شوې. 

د ٢٠٢٠ز کال د نړۍ ٨ساړه(يخ) ځايونو په اړه دلته ولولئ.

١:وسټوک (انټرکټيکا)،دا د روسیې څيړونکو هغه سيمه ده چې روسيې څيړونکي د انټرکټيکا د لويې وچې په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دي سيمه کې د کلونو راهیسې ميشت دي د روسیې څيړونکو په وينا ٢٠٢٠ز کال کې ددي سيمې په اقلیم کې زيات بدلونونه راغلي چې د نورو کلونو په پرتله پکې زيات اورښتونه او يخچالونه رامنځته شوې او تر ټولو يخه مياشت يې اګسټ ښودل شوي چې تودوخې لوړه درجه يې د سانتي ګريد ١٢٨.٦- درجو پورې رسيږي او ټيټه درجه يې  بيا٨٩.٢– درجې

ښودل شوې.

٢:پلاټيوا(انټرکټيکا)،دا هغه سيمه ده چې امریکايي څيړونکي پکې ميشت دي دوي هم د انټرکټيکا د لويې وچې په اړه د معلوماتو او څيړنو لپاره دي سيمه کې اوسېږي او مرکزيامریکا پورې تړاو لري دلته بيا ترټولو يخه مياشت يې جولاى وه چې د تودوخې لوړه درجه يې د سانتي ګريد ١١٩.٢- ښودل شوې .

٣:آوماياکون(روسیه)، دا سيمه د روسیې ترټولو سړه سيمه ده چې دکال ٩ مياشتې پکې واوري پرتې وي سږکال پکې د تودوخې لوړه درجه د سانتي ګريد ٩٦.٢- او ټيټه درجه يې بيا ٧١.٢- اټکل شوې.

٤:ويرخوينسک(روسیه)، دا سيمه هم روسيه کې شتون لري چې سږکال يې د تودوخې لوړه درجه ٩٣.٦- او ټيټه يې بيا ٦٩.٨- ښودل شوې.

٥:شمالي ګريينلنډ،دا سيمه برتانوي څيړونکو پورې اړه لري چې برتانوي څيړونکي پکې ميشت دي او د تودوخې لوړه درجه يې د سانتي ګريد ٨٦.٨- او ټيټه يې بيا٦٦- ښودل شوې.

٦:ايسميټ (ګريينلنډ) ،چې د جرمني د يخچال په نوم هم شهرت لري د نړۍ شپږمه يخه سيمه بلل کېږي او د تودوخې لوړه درجه يې ٨٥- ښودل شوې.

٧:سنيګ-ياکون(کاناډا)، دا يو وړوکي کلى دي کاناډا کې موقعيت لري او د امريکا د آلاسکا څخه ورته ٢٥ کيلو مټره لار ده د تودوخې لوړه درجه يې د سانتي ګريد ٨١.٤- ښودل شوې.

٨:پروسپيټ ګريګ_آلاسکا(امريکا) :دا يو وړوکي ښار دي چې د آلاسکا د شمالي برخي ورته ٢٥ کيلو مټره لار ده د تودوخې لوړه درجه يې ٨٠- او ټيټه يې ٦٢- ښودل شوې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.