The news is by your side.

خامنه اي تور بانجان وېشي

خبريال وېبپاڼه/ د ایران اقتصاد ورځ تر بلې د ضعف په حال کې دی، ددې هېواد بنسټونه نور نه د آمریکا د بندیزونو د پورته کولو توان لري او نه هم د کورونا ويروس له کبله د فلج شوي بازار.

ايران کلونه کېږي چې د نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ايالاتو د اقتصادي بندیزونو سره مخ دی، دې بندیزونو د ایران اقتصاد مات کړی دی او نور یې ددې هېواد په چارواکو لاره ورکه کړې ده.

ایراني چارواکي خلکو ته شکایت کوي
په ايران کې حالت دومره خراب دی چې ددې هېواد چارواکي بدون له دې چې پخپل ويجاړ اقتصاد اعتراف وکړي بل څه نلري، د ايران دولتي چارواکي نه یوازې چې اعترافونه کوي بلکې خپلو خلکو ته یې شکایت پيل کړی دی.

د ایران دحکومت چارواکو په بار بار ويلي دي چې ددوی اقتصاد نور دومره خراب شوی چې د خپلو مامورینو د معاشونو ورکول هم ورته ګران شوي دي، په ایران کې ددې اقتصادي ويجاړۍ سبب تر ډېره د متحده ايالاتو بنديزونه دي خو یوازې دا بندیزونه نه دي بلکې نور داسې ګڼ عوامل شته دی چې د ایران د فرياد لامل شوي دي.

خامنه اي په خلکو تور بانجان وېشي
په ايران کې د بد اقتصادي وضعيت په هکله ښه ده چې ژوندی مثال ورکړو، تېره ورځ په انټرنټ کې هغه انځورونه وايرل شول چې د خامنه اي په دفتر کې اخيستل شوي و، په دې انځورونه کې ښکارېدل چې د خامنه اي يو نېږدې کس خلکو ته تور بانجان وېشي.

د ایران د اقتصاد د ملاتیر تېل او ګاز جوړوي، اوس نه يوازې چې د امريکا د بنديزونو له وجې خپل ګاز او تېل نشي خرڅولی بلکې تېلو په نړیوال بازار کې اوس خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی، د بشريت په تاريخ کې تېل هېڅ وخت دومره ټيټې بيې ته نه و ټیټ شوي لکه اوس، د تېلو د ارزښت او قيمت د ټيټېدو د ایران سره سره د هغه هېوادونو اقتصادونه هم د‌ ګواښ سره مخ کړي دي چې اقتصاد یې په تېلو متکي و.

د ايرانيانو پيسې د هشتګردو په جيبونو کې
لکه څنګه چې مو وويل د ایران د اقتصاد ماتیدل یوازې د امریکا د متحده ايالاتو د بنديزونو سره تړاو نلري، بلکې ددې هېواد د حکومت پاليسيو هم د ایران اقتصاد د پاڼ او پړانګ ترمنځ پرېښی دی.

د ايران حکومت په ګڼو هېوادونو په ځانګړي ډول په ګاونډیو هېوادونو کې د شعیه ايزم‌ د خپرولو نيت لري، ايرانی حکومت د شعيه ډلو د تقویت له لارې غواړي په نورو هېوادونو کې خپل نفوذ او واک زيات کړي، ددې ډلو تقویه هم د ايران حکومت کوي.

ايران په سيمه او هېوادونو کې د شیعه ګانو سياسي او وسله واله ډلې دواړه حمايت کوي، دا دواړه شديد مصرف لري او د ايران حکومت ددې لپاره هر کال هغه ميلياردونه ډالر مصرفوي چې بايد د ايرانيانو په جيب کې وی.

اداري فساد
د ایران د اقتصاد د ویجاړۍ یو بل سبب هم فساد دی، په دې هېواد کې اداري فساد او نا اهلتوب خپل اوج ته رسېدلی دی، د تورو پيسو بازار په ايران کې په دې سویه کې دی چې ددولت لوړ پوړي چارواکي هم ورباندې مبتلا دي.

د حکومت په کليدي پوستونو کې هغه کسان کار کوي چې ددې هېواد د مذهبي مشر سره تړاو لري، دا کسان په فساد کې پراخ لاس لري او ان د هېواد د عوايدو نيمه برخه بدون له دې چې دولتي تشکيل ته ورشي د مذهبي ډلو مشرانو ته ورځي.

ايران په افغانستان کې
ایران په افغانستان کې هم د هغه ترهګرو ډلو ملاتړ کوي چې د افغانستان په ورانېدو کې لاس لري، ایران په دې ډول په افغانستان کې ثبات له منځه وړي، په دا ډول افغانستان کې ايران د ځان لپاره د شيعه ځوانانو ښه سرباز ګيري کولی شي، په افغانستان کې خپل نفوذ پراخوي او افغان حکومت د خپلو سرچينو په کارولو کې پاتې راولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.