The news is by your side.

نړيوال به د حکومت سره څومره مرستې کمې کړي؟

خبريال وېبپاڼه/ تمه ده سبا او بله ورځ د افغانستان سره د مرستو لپاره په ژنو کې د نړيوالو مرسته کوونکو هېوادونو کنفرانس جوړ شي، دا کنفرانس به ويډيويي بڼه ولري خو کوربه به ژنو وي، اټکل کېږي په دې کنفرانس کې به هم د افغانستان لپاره مرسته کېدونکې بوديجه کمه شي او هم به د مرستو لپاره شرايط سخت کړی شي.

تمه کېږي د 70 هېودانو استازي او بېلابېل خيريه سازمانونه په دې غونډه کې برخه واخلي او د افغانستان سره د ميلياردي ډالرو مرستې اعلان وکړي، دا مرستې به د افغانستان د‌ حکومت او طالبانو د استازو د خبرو د پرمختګ تر سيوري هم پرېوزي.

د مرستې لپاره سخت شرايط
په دې غونډه کې د ځينو ګډون کوونکو په خبره چې د افغانستان سره د مرستې لپاره به ددې هېواد په حکومت سخت شرايط وضع شي، په دې شرايطو کې به سياسي شرطونه او د بشري حقوقو شرطونه هم موجود وي.

په داسې حال کې چې حکومت کلونه کېږي د يوه ضعيف اقتصاد سره د نړيوالو په مالي مرستو متکي دی خو بلاخره نړيوالو متحدينو پرېکړه کړې چې په افغان حکومت باندې خپلې مرستې راکمې او لا ډېرې مشروطې کړي.

د سولې لپاره په حکومت فشار
نړیوال په دې اند دي چې حکومت نه غواړي د سولې خبرې يوه داسې پايله ولري چې ددوی اقتدار ته پکې زيان وي، له همدې کبله په حکومت اوس فشار تر بل هروخت زيات شوی دی، د طالبانو سره په خبرو کې د نه پرمختګ پړه هم په حکومت اچول کېږي، خو تېره اونۍ کله چې نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو اعلان وکړ چې بدون د سولې په خبرو کې د پرمختګ څخه به خپلې مرستې نوې نه کړي نو افغان حکومت د طالبانو سره په هغه څه باندې فوراً توافق وکړ د څه په سر یې چې دوه مياشتې کېږي له طالبانو سره جنجال او اختلاف درلود.

نوې مرستې به څومره کمې شي؟
تر دې مرستو وړاندې په 2016 م کال کې نړيوالو مرستندويو هېوادونو د افغانستان سره 15,2 ميليارده ډالر کمک کړی و، دا کمک د دریو کلونو لپاره و، يانې د هر کال لپاره 3,8 میلیارده ډالره، اوس ځينو معتبرو غربي رسنیو د غربي ډيپلوماتانو له قوله خبر ورکړی دی چې کېدی د افغان حکومت سره د نړيوالو مرستې 20 سلنه کمی ومومي.

نړيوال هېوادونه له دې اندیښنه لري چې د حکومت سره ددوی کړل شوې مرستې د فساد ښکار کېږي او دولتي چارواکي په دې فساد کې ترټولو ستر لاس لري، نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو په بار بار د افغان حکومت څخه غوښتي دي چې د مرستو په مصرف کولو کې د شفافيت څخه کار واخلي او د فساد په وړاندې دې په مبارزه کې عملي کار وکړي.

طالبانو د مرستو د همغږۍ غوښتنه کړې وه
څو ورځې وړاندې چې د ژنو د کنفرانس د جوړېدو خبرونه ورکړل شول طالبانو په نړیوالو مرستندویه هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو سره مرستې دې ددوی سره په همغږۍ وکړي.

طالبانو د خپلې دې غوښتنې لپاره په استدلال کې ويلي و چې تراوسه چې نړيوالو هېوادونو کومې مرستې د افغانستان د خلکو سره کړې دي نو هغه ټولې څو محدودو کسانو حيف و میل کړې دي او افغانستان د خلکو د ستونزو د هواري لپاره نه دي کارول شوې.

طالبانو پخپله اعلامیه کې د نړيوالو هېوادونو څخه غوښتي و چې مرستې دې ددوی سره په همغږۍ وکړي ترڅو دا مرستې واقعاً هغه افغانانو ته ورسېږي چې اړتیا ورته لري.

خلکو حکومت ته پیغور ورکړ
په افغانستان کې خلکو وروسته له هغه حکومت ته پیغورونه ورکړل چې طالبانو د نړیوالو هېوادونو څخه وغوښتل چې مرستې ددوی له لارې د خلکو سره وکړي ځکه حکومتي چارواکي دا پيسې پخپلو جيبونو کې اچوي، خلکو حکومت ته پېغور ورکړ چې اوس طالبان هم دوی په نړيوالور ستېجونو کې سپکوي.

شننوکي په دې اند دي چې نړيوال هېوادونه د افغانستان د بار د وړلو څخه نور ستړي شوي دي او تمه لري چې ددې هېواد حکومت نور بايد د فساد په وړاندې واقعي مبارزه وکړي او خپل اقتصاد په پښو ودروي، ترڅو خپل مصارف پخپل پوره کړي او خپلو خلکو ته کار او ژوند برابر کړي، شننوکي وايي که حکومت لازم اصلاحات رانه ولي نو کېدی شي د نړیوالو مرستې په ټوله مانا د حکومت سره بندې شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.