The news is by your side.

په ارګ کې عمران خان د فتحې لمونځ وکړ

خبريال وېبپاڼه/ د پاکستان صدراعظم عمران خان ډېر وروسته افغانستان ته سفر وکړ خو سفر یې په داسې وخت کې وکړ چې نور یې ارګ پخپل کنټرول کې راوستی و، خان ارګ ته داسې راغی چې د افغانستان لوړپوړي چارواکي لاس په نامه ورته ولاړ و.

د غني نا مناسب ګفتار
که څه هم عمران خان ته د غني د ښه راغلاست په شکل ټولو نیوکې درلودې خو وخیم حالت لا د اشرف غني په وينا کې و، د غني وينا د هغه د ښه راغلاست څخه زياته خطرناکه وه.

ولسمشر غني خپلې خبرې په ديني روایاتو پيل کړې، هڅه یې وکړه ددين په رڼا کې د عمران خان زړه رانرم کړي، د ولسمشر غني پدې کار خلکو سختې نیوکې وکړې، خلکو دا یو ډول د اسلامیت ثبوت په شان خان ته پیش کول وبلل.

عمران خان او اسلام صرف د ګټې وټې اړيکې لري خو هغه ته دينی روايات بیانول بې ځایه کار دی، د هغه څخه یو شی هغه وخت ترلاسه کېدی شي چې مجبور شي، د عمران خان زړه ولسمشر غني د حضرت محمد ص په ستاينه نشي نرمولی.

افغانان رنجيت سنګ ته د خپل اسلامیت امتحان نه ورکوي
افغانان تر ګاونډي ډېر پخوا د اسلام په مقدس دين مشرف شوی دي او همدې افغانانو بيا پاکستانيان مسلمان کړي او دوی ته يې اسلام وروړي دی، د احمد شاه بابا لمسيان دا اړتیا نلري چې د رنجيت سنګ نسل ته خپل اسلامیت ثابت کړي.

عمران خان او پاکستان اسلام صرف د خپلو ګټو لپاره کاروي، هغه د اسلام په نامه ډلې جوړوي بيا یې د خپل خارجی سياست د پلي کولو په موخه نورو هېوادونو ته لېږي او هلته ورباندې وژنې او وحشت رامنځته کوي.

عمران خان په ارګ کې د فتحې لمونځ وکړ
پاکستان کې همدا اوس هم دا ډول وهل کېږي چې ګواکي پاکستان د اسلام وروستۍ کلا ده او که دا ورانه شوه نو آسلام هم ختم دی، دا هغه ذهنیت دی چې پاکستاني پوځیان یې خلکو ته ورکوي.

ددې ذهنیت يو استازی عمران خان دی، خان د کشمير د مسلمانانو فرياد اوري خو په پښتونخوا، او وزيرستان کې بيا د زرګونو پښتنو فرياد چې د ای ایس ای په لاس په شهادت رسېږي نه اوري، خان پخپل نېږدې ګاونډ چین کې د هغه میلیونونو ایغور مسلمانانو فرياد هم نه اوري چې په ښځو یې چينايان تجاوز کوي، نارینه يې په کمپونو کې بند دي، ولې؟ ځکه چې چين پاکستان ته ميلياردونه ډالر ورکوي په پاکستان کې پانګونه کوي.

اشرف غني عمران خان ته د حضرت محمد ص سيرت پيل کوي عمران راځي په ارګ کې د يوه فاتح په شکل لمونځ کوي او د ارګ فاتح ځان معرفي کوي، ښار خو یې هسې د پاکستان په بيرغونو لړلی و ارګ کې يې د افغانستان کلۍ پاکستان ته ورکړه.

په ارګ کې يوازې تشريفاتي خبرې نه دي چې پاکستان ورباندې ونازول شو بلکې په ارګ پاکستان سره د ګډ ليد لوري او همکارۍ تړون لاسلیک شو د هغه تړون د عملي کولو تابيا ونيول شوه چې يو وخت کې رحمت الله نبیل مات کړی و.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance