پي ډي اېم پېښور د عمران خان پر ضد ستره غونډه جوړوي

خبریال وېبپاڼه/ نن د پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د پاکستان د دیموکراسۍ غورځنګ له لوري د عمران خان پر ضد ستره ولسي غونډه ترسره کېږي، چې د پاکستان د اپوزیسيون شاوخوا د ټولو سیاسي ګوندونو استازي ګډون پکې کوي.

د پاکستان ديموکراسۍ غورځنګ د دغه هیواد د ۱۱ سیاسي ګوندونو ګډ غورځنګ دی، چې د لومړي وزیر عمران خان د حکومت پر ضد جوړ شوی او تردې وړاندې يې په کوټه، کراچۍ او ګوجرانواله کې هم لويې ولسي غونډې کړې دي.‌

د پېښور غونډې ته که څه هم چارواکو اجازه نه ده ورکړی، خو د اپوزیسيون ګوندونه وايي، غونډه به بیا هم کوي.

په پېښور کې ایالتي چارواکي وايي، د کورونا وبا د دویمې څپې له امله يې له یادو ګوندونو غوښتنه کړې، چې دغه ولسي غونډه دي نه کوي.‌

خو د اپوزیسيون ګوندونه پر حکومت تور پورې کوي چې دوی خپله هم تر اوسه دې ته ورته لويې ولسي غونډې کولې.

مولانا فضل الرحمان د محسن داوړ د ګډون مخالفت کړی

 د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن او عوامي نشنل ګوند په دې جلسه کې د محسن داوړ له ګډون سره مخالفت کړی او له امله یې د یاد د یاد اتحاد مهم غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

یوې سرچینې ویلي، د ښاغلي داوړ مخالفین ادعا کوي چې نوموړی د کوم سیاسي ګوند استازی نه دی او دې اتحاد کې یوازې سیاسي ګوندونه ګډون کولی شي.‌

خو محسن داوړ ټینګار کوي چې دی په شخصي توګه له دې اتحاد سره ملګری شوی او موخه یې هم د پاکستان کې د دیموکراسۍ برلاسي کېدل او سیاست کې د پوځ د لاسوهنې مخنیوی دی.‌

یاده دې وي چې محسن دوړ له دې وړاندې د پي ډي اېم په ځینو لویو غونډو کې ګډون او وینا کړې.

د پي ډي اېم ځینې مشران د محسن دوړ له ګډون سره مخالف دي

بل لور ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی محسن دوړ نن یکشنبه پېښور کې د “پي ډي اېم” په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

سرچینې وایي چې د پي ډي اېم او د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن او عوامي نشنل ګوند په دې جلسه کې د ښاغلي دوړ له ګډون سره مخالف درلود.

یاده دې وي چې محسن دوړ له دې وړاندې د پي ډي اېم په ځینو لویو غونډو کې ګډون او وینا کړې وه.‌

سرچینې وایي، د ښاغلي دوړ مخالفین ادعا کوي چې نوموړی د کوم سیاسي ګوند استازی نه دی، او دې اتحاد کې یوازې سیاسي ګوندونه ګډون کولی شي.‌

خو پخپله محسن دوړ ټینګار کوي چې دی په شخصي توګه له دې اتحاد سره ملګری شوی،‌ او موخه یې هم د پاکستان کې د دیموکراسۍ برلاسي کېدل او د سیاسي کې د پوځ د لاسوهنې مخنیوی دی.‌

پي ډي اېم څه غواړي؟

پر اساسي قانون بشپړ عمل، په سیاست کې د پوځ او استخباراتو نه لاسوهنه، خپلواک پارلمان، خپلواکه محکمه، پاکې او رڼې ټاکنې، د بیان ازادي او د ترهګرۍ ختمېدل د دغه غورځنګ مهمې غوښتنې دي.

د غورځنګ مشران وايي، تر هغو چې دغه غوښتنې يې منل شوې نه وي، د دوی احتجاجونه او ولسي غونډې به نه یوازې دوام ولري، بلکې تر دې به هم سخت ګامونه واخلي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More