The news is by your side.

افغانستان کې جنګي جرمونه:اسټرالیا په خپل پوځ کې اصلاحات راولي.

خبريال وېب پاڼه / ورورسته تر هغې چې افغانستان کې د اسټراليايي ځواکونو وروستي جنګي جرم افشا شو د اسټراليايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال آنګس کمپبل خپلو ځواکونو کې د اصلاحاتو خبره کوي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې افغانستان کې اسټراليايي ځواکونو ١١ کلني دوري په اړه يو تازه راپور خپور شوي چې پکې دي وروستيو کې يادو ځواکونو په ارزګان ولایت کې ٤٠ بي ګناه ملکي وګړي شهيدان کړي کتنه شوي.

جنرال کمپبل خپلو ځواکونو ته په وينا کې ويلي دا هغه موضوع ده چې بايد ورته خاصه پاملرنه وشي او که چيرې ورته پاملرنه و نه کړو دا جرم به يو ځل بيا تکرار شي او موږ به يې بيا تاوان ورکولو کې پاتې راشو.

په راپور کې ويل شوي اسټراليايي ځواکونو د ٢٠٠٥ زيږديز څخه تر ٢٠١٦ زيږديز پوري ٣٩افغان بنديان او ملکي  وګړي شهيدان کړي په راپور کې د اسټراليايي ځواکونو لخوا ٥٧ نورو قتلونو ته هم کتنه شوي چې د افغانستان په مختلفو برخو کې يې ياد جرمونه ترسره کړي.

د تيرې چهارشنبې شپي ناوخته د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موريسون له ولسمشر غني سره هم په دي موضوع خبرې کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي چې د اسټرالیا لومړي وزير ولسمشر غني ته په خپلو ځواکونو کې د اصلاحاتو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.

خو،ځينې بشري او مدني بنسټونه بيا وايې چې اسټرالیا په بښنه غوښتلو نه بښل کيږي او بايد د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

اسټرالیا د واشنګټن د قوي ملاتړ کوونکو څخه ده چې په ٢٠٠٥ زيږديز کې يې خپل زرګونه عسکر افغانستان ته راوليږه چې زياتره يې په ارزګان ولايت کې ځاي پرځاي شول.

که څه هم په افغانستان کې د اسټراليايي ځواکونو ماموریت په ٢٠١٦ زيږديز کې پايته رسېدلي خو، اوس هم ٤٠٠ اسټراليايي ځواکونه په ارزګان ولایت کې د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance