شفيق الله پاکستانيان سخت غوسه افغانان خوشحاله کړل

خبريال وېبپاڼه/ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شفيق الله شفق چې دا مهال په پېښور کې په يوه ځايي ټورنمنټ کې لوبه کوي پخپلو کالیو د پاکستان بيرغ ونه زغمه.

په شفيق الله شفق د کرکټ لوبې اوږد بنديز لګول شوی و، دی چې د شپږو کلونو وروسته اوس په پېښور کې په يوه ځائي ټورنمنټ کې لوبه کوي د پاکستانيانو د سخت مخالفت سره مخ دي، پاکستانيان ده ته غوسه دي چې د پاکستان بيرغ یې پخپل شرټ يا بنیان نه دی پرېښی او پټ کړی یې دی.

له پاکستان څخه د نفرت اوج
شفيق الله شفق پخپل بنیان باندې د پاکستان بيرغ ونه زغمه او هغه يې پټ کړ، دا ښيي چې افغانان د پاکستان څخه څومره شديد نفرت لري، د افغانانو په زړونو کې دا نفرت د افغانانو د بد والي په مانا نده، ځکه ددې سبب پاکستان شوی دی، هغه پاکستان چې په ممکنه هره لاره یې په افغانستان کې د جګړې او ورانۍ طرفداري کړې ده اوس د افغانانو دداسې يو نفرت سره مخ دی لکه څنګه چې ابلیس د مسلمانانو د نفرت سره مخ دی.

شفق ته پاکستانيان غوسه افغانان خوښ دي
د خپل جامو د پاکستاني بيرغ د پټولو په پار ډېری پاکستانيان د غوسې څخه په چاودېدو دي، دوی په ټولنيزو رسنيو کې غوغا جوړه کړې ده چې يو کس ددوی د بيرغ څخه دومره نفرت څه ډول کولی شي، ددوی بیرغ دومره ملعون دی.

که څه شفيق الله شفق ته پاکستانيان غوسه دي خو افغانان بيا ورته خوشحاله دي، افغانان وايي چې شفق ددوي د زړه کار کړی دی، په ټولنيزو رسنيو کې افغانان شفيق الله شفق ته افرينونه وايي او دا د هغه جرت او افغانیت بولي.

چې افغانان خوښ وي د پنجابيانو دې زړه وچوي
د شفيق الله شفق په دې کار افغانان بې حده خوښ دي، ډېری افغانانو په فیسبوک کې پخپل پروفایل د هغه انځورونه لګولي دي، افغانان خوشحاله دي دا چې پنجابیان غوسه دي نو غوسه يې دې یو په دوه شي.

افغان چارواکي یې دې له شفق زده کړي
شفيق الله شفق نن دا وښوده چې د پاکستان په وړاندې هېڅ د زغم نلري، د پاکستان د نفرت ځواب په نفرت ورکوي، پکار ده چې افغان چارواکي افغان سياسيون د شفيق الله شفق لاره وڅاري د پاکستان د نفرت ځواب بايد په نفرت ورکړي.

د پاکستان په وړاندې داسې دريځ ونيسي لکه دوی چې زموږ په وړاندې نيولې، که جګړه کوي جګړه وکړي، که دلته چادونه کېږي نو هلته چادونې وشي او پاکستان خپل اراده بدلوي او د سولې لار نيسي بيا دې دوی هغه وخت د سولې لار ونيسي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More