د واورې سخت اورښت له کبله د سالنګ لویه لار د لويو او بار وړونکو موټرو پرمخ تړل شوې

خبریال وېب پاڼه/ چارواکي وایي د سالنګ لویه لار د واورې د شدید اورښت او طوفانونو له کبله د لويو او بار وړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت ادارې مسؤولین وایي، د سالنګ لویه لار له نن سهار را هیسې د واورې اورښت له کبله د لويو او بار وړونکو موټرونو پر مخ تړل شوې ده.

هر کال د هوا په سړېدو سره د سالنګ لویه لار د هېواد د نورو لویو لارو څخه وړاندې د زیات اورښت له کبله بندیږي، د سالنګ سیمه د هېواد په کچه له سړو سیمو ده چې د هوا په بدلېدو او سړېدو سره یې لویه لار هم ژر تړل کیږي. او د ٤٨ ساعتونو پورې د واورې د اورښت اټکل یې شوی.

دا اوونۍ هم د هېواد د پلازمېنې په ګډون په یو شمېر سړو ولایتونو کې د واورې د اورښت او بارانونو اټکل شوی.

تېره اوونۍ پلازمېنې کابل کې د بارانونو او واورې اورښت سره لارې او سړکونه له اوبو ډک شوي وو او لا هم ځای ځای اوبه ولاړې دي، چې کابل ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

د ژمي په راتګ سره او د بارانونو د اټکل په کېدو سره کابل ښاریان د ښار وضعیت ته اندېښمن وي، چې بیا به پر سړکونو ډنډ اوبه دوی د ورځنیو کارونو پر وړاندې له ستونزو سره مخ کړي.

د سالنګونو حفظ او مراقبت ادارې مسؤلین له مسافرو غواړي چې د سفر پر مهال پوره آماده ګې ولري ترڅو له ستونزو سره مخ نشې.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More