پکتیا کې زوم او ناوې د واده په لومړۍ شپه ګاز مړه کړي

خبریال وېبپاڼه/ د پکتیا د مرکز ګردېز د رباط سیمې د مهاجرینو کمپ کې زوم او ناوې د واده په لومړۍ شپه ګاز مړه کړي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې پېښه تایید کړه.

منګل زیاته کړه، پېښه تېره شپه داسې مهال رامنځته شوې، چې د نجیب الله وطنمل په نوم ځوان او تازه واده شوې مېرمنې یې د یخنۍ له امله په خپله خونه کې ګازي بخارۍ لګولې وه او وروسته ګاز همداسې چالان پاتې شوی وو.

هغه وویل:(( ناوې او زوم دشپې په خپله خونه کې ګازي بخارۍ لګولی وه، سهار چې یې کورنۍ خونې ته ورځي، ګوري چې دواړه د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.))

د پکتیا د والي ویاند زیاته کړه، دغه تازه واده شوې جوړه تر شلو کلونو پورې عمر درلود او نن یکشنبه خاورو ته وسپارل شول.

په افغانستان کې هر کال د ژمي پر مهال د ګاز له امله خلک مړه کېږي.

معمولاً دغه پېښې د پاکستاني بې کیفیته ډبو له کاروني او یا هم د کاروونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More