The news is by your side.

بلوچستان کې د ریل پټلۍ له منځه تللې او ګڼ شمېر پوځیان هلاک شوي

خبريال وېبپاڼه/ په پاکستان کې د قهر او شدت نوې څپه راغلې ده، په دې هېواد کې صرف دوه ورځې وړاندې څو پوليس د وسله والو طالبانو له لوري په هلاکت ورسيدل اوس تازه په بلوچستان کې په يوه پوسته برید شوی، ګڼ عسکر پکې وژل شوي او په دې سیمه کې تېره د ريل ګاډي پټلۍ په بمونو الوزول شوې.

په پاکستان د شدت دا نوی څپه په داسې حال کې روانه ده چې په دې هېواد کې نن د حکومت په وړاندې سياسي ګوندونو يوه لويه جلسه رابللې ده، په دې جلسه کې د پاکستان د حکومت د ګوښه کوؤنکي سياست په وړاندې غبرګون ښودل کېژي.

بلوچستان يو له هغه سيمو ته دی چې پاکستاني پوځیانو ته تل پکې ژوند ګران دی، په دې سیمه کې خلک په ښکاره د پاکستان د حکومت څخه نفرت لري، ډېری بلوچان په دې سیمه کې د پاکستان پوځ نه غواړي، دوی ځان د پاکستان سره تړلی نه بولي او ددې هېواد د حکومت د ښه او بد څخه توبه ګار دي.

راپورونه وايي چې دا بريد د بولان په جمعه ښار کې سيمه شوی دی، بولان يو له هغه سيمو څخه ده چې وخت ناوخته پکې په پاکستانيو پوځيانو حملې کېږي، په دې سيمه کې تراوسه ګڼو پاکستاني ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او هلاکت ته رسېدلي دي.

بلوچستان پاکستان نه دی
د بلوچانو وينه تل پاکستان ته په جوش کې وي او غواړي د پاکستان څخه بېل او ددوی څخه خپل بدل واخلي، بدل ځکه وايو چې پاکستاني پوځيانو په بلوڅو خلکو دومره ظلم کړي دی چې اسرایل به په فلسطین باندې هم نه وي کړی.

ددې سيمې څخه راپورونه وايي چې وسله والو مبارزینو لومړی په بولان کې د ریل پټلۍ په بمونو له منځه يوړه او بیا دا سيمه په بمونو وپوښله، کله چې پاکستاني ځواکونه سيمې ته راورسېدل نو بيا ورباندې ددې بمونو چادونې پيل شوې او ګڼ شمېر پاکستانيو پوځيانو دغلته هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

پاکستان د بلوچستان شتمني غلا کوي
په بلوچستان کې بلوڅ ملت پال مبارزين ډېر کله هغه ځایونه په نښه کوي چې پاکستاني ځواکونه د هغه په واسطه د‌ بلوچستان شتمني لوټ کوي، پاکستان دې سیمې ته د ریل پټلۍ تیرې کړې دي او ددې سیمې کانونه او نورې شتمنۍ لوټ کوي.

په داسې حال کې چې بلوچستان زياتې طبيعي زيرمې لري خو بيا یې هم ولس يو تريخ او فقير ژوند لري، ددې سیمې زېرمې پاکستان لوټ کوي، پاکستان ددې کانونو څخه ترلاسه شوې پيسې بېرته په بلوچستان کې هم نه مصرف کوي بلکې په همغه پيسو په پنجاب کې ابادۍ کوي او بلوچستان لپاره صرف الوتکې اخلي او ددوی وژلو ته دوام ورکوي.

بلوڅان پاکستان نه غواړي
کلونه کېږي چې بلوڅ ملت پال د پاکستان په وړاندې مبارزه کوي، د بلوچستان خلک ددې مبارزينو کلک ملاتړ کوي او دا مبارزین د بلوڅ ولس یوه برخه ده، بلوڅان په ښکاره وايي چې نه غواړي د پاکستان يوه برخه وي او نه غواړي د پاکستان تر واک لاندې ژوند وکړي.

د پاکستان حکومت د بلوڅانو دا‌غږ نشي‌ منلی او غواړي په زور او جبر دغه خلک د خپل ځان تابع کړي، ددوی شتمنۍ چور کړي او په دوی باندې يو خوار ژوند حاکم کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance