fbpx

کرکټ لوبې له هند سره د افغانانو مينه لا ډېره کړه

د کرکټ د اسیايي جام د څلور غوره ټیمونو د سیالیو په لړ کې افغانستان پرون له هند سره لوبه مساوي کړه.

افغان لوبډله وتوانېده هند ته د ټولو اورونو له لوبولو وروسته د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۲ منډې جوړې کړې او هند لوبډلې ته یې د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه.

خو هندوستان چې د نړۍ پياوړې لوبډله شمېرل کېږي ونه توانېدله چې افغان لوبډلې ته ماته ورکړي، په ټوله کې دغه بریا د افغاستان د لوبډلې په نوم یاده شوه.

د یادې لوبې د مساوي کیدو او په لوبه کې د دواړو لوبډلو د لوبغاړو یو شمیر نزاکتونه د دې سبب شول چې د هند او افغاستان دوستي لا پیاوړې کړي، همدارنګه د دواړو هیوادونو د خلکو په زړنو کې یو بل ته مینه ډیره کړي.

د ټولیزو رسینو کارن عارف تلاش په خپله فیسبوک پاڼه د هغه سیک ماشوم عکس پوسټ کړی کوم چې د لوبې په پای کې ژړلي، تلاش لیکي:

کرکټ! موږ د دې سیک ماشوم په خاطر هند ته د مساویانه لوبې بریا وربښو.سيک ماشوم

محمد صادق کریمي لیکي:

ګل خانانو ته یې خپل زور ښودلی خو؛ دا یې هم ور وښوده چې افغانان هم څوک دي!

زمونږ اتلان دې ژوندي وي او تل دې بریالي وي؛ خو د ژمن صیب خبره زمونږ دوست هېواد هند خراب نیت نه درلود او ګل خانان یې پرې سوزول چې لوبه یې مساوي کړه. مونږ دواړو ته دې مبارک وي؛ خو زما هندوګک ماشوم ته زړه بد شو، بیچاره څنګه ژړل.

تل دې وي د افغانستان او هندوستان دوستي.

محمد نسیم حقمل لیکي:

د یو جګړه ځپلي هیواد او ولس لپاره دا هم ستره بریا ده. ټولو ته دې مبارک وي. د کرکټ د ملي لوبډلې اتلان په لوبو کې ښه وځلېدل او په زړه پورې لوبې یې له خپلو ټولو سیالانو سره ترسره کړې. وطن او ولس په فساد، جګړه او دښمنیو کې تر پوزې رسیدلی دی او د مرداریو په دې ستر بوین ډنډ کې غرق دی. بیا هم د ویاړ ځای دی چې همدا اتلان موږ ته ویاړ، بریا او خوشحالي راوړي. دوی دې ژوندي او خوشحاله وي.افغان هند دوستي

د ټولیزو رسنیو کارن فضل احمد د هندي او افغان لوبغاړو هغه انځورونه پوسټ کړي، چې یو یې د بوټ بند تړي او بل یې د مجیب له سترګې څه ليرې کوي، احمد لیکي:

د اوبو له بندونو، پارلمان او ملي بسونو نيولې تر ميچونو ورورولي همدې ته وايي. زمونږ دوستي دوام لري.

د خبریال د پاڼې درنو لوستونکو په دغه بریا نه یوازې افغانان خوشاله شوي، بلکې د هند پیاوړو لوبغاړو هم په دې اړه  خپل ښه نیت ښکاره کړى چې، افغان لوبډله په هر ډګر کې کامیابه ده، د ځینو لوبغاړو نظرونه مو هم راخیستي.

د هند د کرکټ پخواني لوبغاړي محمد کیف په خپل ټویټر ولیکل:

افغانستان د دې وړتیا لرله. لوبه مساوي شوه خو په رښتیا د افغانستان لوبډله دومره ښه ولوبیدله چې باور مې نه راځي، افغانستان به ویاړي. هغوي ځینې اتلان لري.افغان او هند ٢

د هند د کرکټ یو بل پخواني لوبغاړي لکشمن په ټویټر ولیکل چې:

دا به ضرور د افغانستان د کرکټ لپاره یوه خاص ورځ وي. د هند د ټیم سره لوبه مساوي کول یو ډیره لویه کامیابي ده او د افغانستان ټیم باید په پان ویاړي. د افغانستان په ټیم کې یوه خاص څه شته.

په هند کې میشت مشهور سندرغاړي عدنان سمیع هم په ټویټر دواړو لوبډلو ته مبارکي وویله او ويې لیکل:

دواړه خواوې وځلیدې. د هند او افغانستان دواړه لوبډلې ښه ولوبیدلې. عجيبه مینه او ورورولي وه، دواړو یو بل ته ویل، ته مخکې شه، ته مخکې شه او لوبه مساوي شوه.

د هند یو خبریال سلمان نظامي په خپل ټویټر ولیکل چې:

هند او افغانستان دواړه وروڼه دي. دواړو لوبډلو ډیره ښه لوبه وکړله.افغان او هند ١

د هند نه علاوه هم د کرکټ د نړۍ ځینو مشهورو ستورو د افغانستان لوبه ستایلې ده.

ټام موډي چې د اسټرالیا پخوانی لوبغاړی او د سریلنکا د لوبډلې روزونکی و. په خپل ټویټر د افغانستان لوبډله وستایله. هغه ولیکل:

یو ځلې بیا، د افغانستان لوبډلې ثابته کړه چې هغوى یو قوي ټیم دی. هغوى درې لوبې په اسانۍ ګټلی شوې. اوس به دا ګورو چې افغانستان راروان کال په نړیوال جام کې څومره نور د کرکټ ټیمونه چورلوي.

ليکواله : زرغونه شېرزاد